د ډیموکراسۍ  او ازادۍ  خوندي کوونکو  ددې پریکړې سره  ډیموکراسي  او فردي ازادي  د خپو لاندې کړه.

فرانسې  په هیواد کې د ۴ جوماتونو  د تړولو  پریکړه وکړه.

602516
د ډیموکراسۍ  او ازادۍ  خوندي کوونکو  ددې پریکړې سره  ډیموکراسي  او فردي ازادي  د خپو لاندې کړه.

د ډیموکراسۍ  او ازادۍ  خوندي کوونکو  ددې پریکړې سره  ډیموکراسي  او فردي ازادي  د خپو لاندې کړه.

فرانسې  په هیواد کې د ۴ جوماتونو  د تړولو  پریکړه وکړه.

په فرانسه کې څلور جوماتونه  د تندلارۍ په برخه کې د تبلیغاتو د ترسره کولو په بهانه  وتړل شول. فرانسې ویلي دي چې  دې جوماتونو نه  د هیواد د جمهوریت د ارزښتونو سره په ټکر کې  تبلیغات کیږي.

فرانسې  حکومت د بیړني حالت  د قانون  په ګټې پورته کولو سره  دا ۴ جوماتونه وتړل.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي « د هیواد  د ایو لین، سن سن دني ،دینیس  او لي وال  دی مارني  په سیمو کې  ۴ جوماتونه  چې  عامه امنیت او جمهوریت ارزښتونو ته  يي  ګواښ مخامخ کړی وو  وتړل شول. »

نوموړي  په خبرپاڼه کې زیاته کړې ده چې  د فرانسې دولت  د هیوادوالو دیني ازادیو ته  چې د جمهوریت ارزښتونو ته کوم ګواښ مخامخ نکړي  د درناوي په چوکاټ کې  پرته  د کوم خنډه  درناوی او ضمانت يی کوي.

د ویلو ده چې په فرانسه کې د موجود بیړني حالت قانون  ۸مه ماده  د کورنیو چارو وزارت  ته  په هیواد کې  شدت، نفرت او ترهګرۍ ته  لمن وهوونکو  عبادت ځایونو  د تړولو  صلاحیت ورکوي.

دا لومړی ځل ندی چې په فرانسه کې  پدې بهانو  جوماتونه تړل کیږي. په نوموړي هیواد کې تیر کال هم  په ورته بهانه  څه باندې  ۲۰ جوماتونه  وتړل شول.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۵ کال  د نوامبر په ۱۳ مه نیټه  د فرانسې د پلازمینې پاریس په ۶ مختلفو سیمو کې  چاودنې او بریدونه وشول چې په پایله کې ۱۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

فرانسې د نوموړې پیښې نه وروسته په هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ. په فرانسه کې بیړنی حالت اوس هم دوام لري.


پيوندونه: #فرانسه , #جوماتونه

اړوند خبرونه