د امریکا په شیکاګو ښار کې په جلا جلا وسله والو بریدونو کې ۱۴ تنه ووژل شول
د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې په وسله والو بریدونو کې ۱۴ تنه مړه او ۳۹ تنه نور ټپیان شول.
د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې په وسله والو بریدونو کې ۱۴ تنه مړه او ۳۹ تنه نور ټپیان شول.
په شیکاګو کې د خالي او یکشنبې په ورځو په جلا جلا بریدونو کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په شیکاګو کې د هالووین د ورځې د لمانځنو پر مهال وسله وال بریدونه رامنځته شول.
د شیکاګو د پولیسو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د خالي او یکشنبې په ورځو د هالووین د لمانځنو پر مهال یو زیات شمیر وسله وال بریدونه رامنځته شوي دي .
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې یواځې د خالي ورځې په لومړنیو ۱۲ ساعتونو کې ۱۹ وسله وال بریدونه رامنځته شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ډیری پيښې په ځانګړې توګه د ښار په سویلي برخو کې رامنځته شوي دي.
په یاد شوي ښار کې د خالي او یکشنبې په ورځو کې ۱۴ تنه مړه او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده د امریکا د شیکاګو په ښار کې د نورو ښارونو په پرتله د جرایمو کچه ډیره لوړه ده .
پولیسو ویلي دي چې ډيری وسله وال بریدونه د ډیرو زیاتو الکولو د کارولو په پایله کې رامنځته شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۶ کال د جنوري او اکتوبر د میاشتې د ۱۹ نیټې ترمنځه ۶۰۰ جنایتونه ترسره شوي دي.
په شیکاګو کې د ټولو تدابیرو سره سره د جرایمو کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده .