د روسیې او امریکا  ترمنځه  یو ځل بیا  ناندرۍ  پیل شوي دي.

روسیه: امریکا د عراق د موصل په ښار کې د نجونو په ښوونځي هوايي برید کړی دی

597027
د روسیې او امریکا  ترمنځه  یو ځل بیا  ناندرۍ  پیل شوي دي.

د روسیې او امریکا  ترمنځه  یو ځل بیا  ناندرۍ  پیل شوي دي.

روسیې  د اکتوبر په ۲۱ مه نیټه  امریکايي جنګي الوتکو د عراق په موصل ښار کې  د نجونو په یو ښوونځي  د برید کولو ادعا کړې ده .

د روسیې  جګپوړي عسکري چارواکي  ډګرجنرال  سرګي رودسکوی ویلي دي چې  امریکايي  جنګي الوتکو د اکتوبر په ۲۱مه نیټه د عراق د موصل په ښار کې د نجونو په یو ښوونځي  هوايي برید کړی دی .

هغه  په برید کې  د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه څه ندي ویلي.

امریکا  د مسلې په اړه د څه ویلو نه ډده کړې ده . روسي جنرال ویلي دي چې  برید  په یو ابتدایه ښوونځي  شوی دی .


پيوندونه: #امریکا , #روسیه

اړوند خبرونه