په امریکا کې ټرافیکي پیښې نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په امریکا کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه
595448
د امریکا متحده ایالتونو د کلفورونیا په ایالت کې د یو مساپروړونکي بس او لارۍ د جنګیدو له امله لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شول.
د سیمې د پولیسو په وینا د کلفورونیا ایالت د سالتون سي ښار په شاوخوا کې د رید ایرت کازینو په سیمه کې د لاس انجلس پر لورې روان یو بس موټر د لارۍ سره وجنګید.
د پولیسو په وینا بس په موټر پداسې سرعت سره د لارۍ سره جنګیدلی دی چې نیمايي برخه يي په لارۍ کې ننوتې ده . په پیښه کې د بس د چلوونکي په ګډون ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه د ۵ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د نوموړي ټرافیکي پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي. د بله پلوه د امریکا د ټرانسپورت د امنیت ملي ادارې ویلي دي چې په څیړنه کې به ګډون وکړي.