د قزاقستان حکومت په ښوونځیو کې د حجاب په سر کولو وړاندیز رد کړ.
قزاقستان په ښوونځیو کې د حجاب په سرکولو ته اجازه نه ورکوي
د قزاقستان حکومت په ښوونځیو کې د حجاب په سر کولو وړاندیز رد کړ.
په قزاقستان کې څه باندې ۵ زرو تنو په ښوونځیو کې د حجاب په سر کولو وړاندیز کړی وو چې د حکومت لخوا رد شو.
د قزاقستان د پوهنې او علم وزارت مرستیالې المیرا سوهان بیردیوا خبري غونډې ته وویل چې « په ښوونځیو کې د حجاب د پر سر کولو په خاطر يي څه باندې ۵ زره وړاندیزونه ترلاسه کړي دي خو د قزاقستان د اساسي قانون له مخې د هیواد تعلیمي سیستم سیکولر سیستم دی. د همدې امله په ښوونځیو کې دیني سمبولونو او یا دیني پروپاګند کولو ته په هیڅډول اجازه نه ورکول کیږي.»
هغې وویل چې د هغه زده کوونکو چې غواړي ښوونځي ته د حجاب سره راشي د کورنیو سره خبرې کړي او پدې نتیجه رسیدلي دي چې زده کوونکي ښوونځي ته د داخلیدو سره باید حجاب یا پړوني لرې کړي او د ښوونځي نه د وتو سره کولی شي چې بیرته خپل حجابونه او یا پړوني په سر کړي. هغې زیاته کړه چې حکومت نه غواړي چې چا ته معنوي زیان ورسوي.
د بله پلوه د قزاقستان د دیني چارو او ملکي ټولنو د ریاست د دیني چارو کمیټې ریس ویلي دي چې په هیواد کې د هر چا عقیدې او دین ته درناوی کیږي. په هیواد کې د ټولو دینونو لارویانو د مساوي حق او حقوقو نه برښمند دي.