د هیټلر  د زیږیدنی د ودانۍ  د ورانولو  پریکړه وشوه.

د هغې ودانۍ چې هیټلر پکې زیږیدلی دی د ورانولو پریکړه وشوه

591537
د هیټلر  د زیږیدنی د ودانۍ  د ورانولو  پریکړه وشوه.

د هیټلر  د زیږیدنی د ودانۍ  د ورانولو  پریکړه وشوه.

د هیټلر د پلرني کور د برخلیک په اړه  چې  د اتریش  د برانایو ان ام  په ښار کې موقعیت لري  جنجالونه  بالاخره  پایته ورسیدل  او د کور د ورانولو پریکړه وشوه.

اتریش  د هغه ودانۍ  چې  چې  ادولف  هیټلر  پکې زیږیدلی  دی  د ورانولو پریکړه وکړه.

د اتریش  د کورنیو چارو وزیر والف ګانګ سوبوتکا  د ډیا پرس  ورځپاڼې سره په مرکه کې  وویل چې  « د اتریش د متخصصینو د کمیسیون  د توصیې په اساس د هیټلر د پلرني کور د ورانولو او پر ځای  د نوې ودانۍ  د جوړولو پریکړه وشوه . »

هغه وویل  چې  حکومت به  د هیټلر د پلرني کور د ورانولو  پریکړه ولسي جرګې ته وړاندې کړي او تمه کیږي چې د ولسي جرګې لخوا هم  ومنل شي.

د ویلو  ده چې  د هیټلر پلرني کور چې د ۱۷ مې پیړۍ  په معمارۍ جوړ شوی دی د دولت تر حمایې او حفاظت لاندې قرار لري. د همدې امله  حکومت  اړ دی چې د نوموړي کور د ورانولو  په برخه کې  د ولسي جرګې تایید ترلاسه کړي.

هیټلر په ۱۸۸۹ کال کې  د اتریش د برانایو ان ام  په ښار کې  پدې کور کې زیږیدلی دی. همداشان  د نړۍ نیونازي  ډلې  او د هیټلر پلویان  په دومداره  توګه  ددې کور نه لیدنه کوي چې دې مسلې  د اتریش حکومت  ناراحته کړی دی.

د اتریش  حکومت  په پام کې لري چې ددې کور د ورانولو سره  پدې ښار کې د هیټلر نښه او نښانه  له منځه یوسي.

ادولف هیټلر  د ۱۸۸۹ کال د اپریل په شلمه نیټه  د اتریش د برانایو ان ام  ښار  کې  پدې کور کې  وزیږید. د هیټلر کورنۍ  د هغه د زیږیدنې نه څو اوونۍ وروسته  پدې ښار کې بل کور ته کډه وکړه. هیټلري په درې کلنۍ کې  د اتریش د برانایو ښار نه جلا شو. په ۱۹۳۸ کال  هغه  کور چې هیټلر پکې زیږیدلی وو  د هغه د سکرتر مارتین بورمان لخوا په ډیره لوړه بیه  وپيریدل  شو  او په کولتوري مرکز  بدل کړې شو. همداشان  د جګړې نه وروسته  نازیانو غوښتل چې دا کور په بمونو والوزوي  خو امریکا يي مخه ونیوله. په ۱۹۵۲ کال کې  دا ودانۍ  د پخواني  خاوندانو لخوا  بیرته  وپیریدل شوه  او په کتابتوب بدله کړې شوه. ودانۍ د ۲۰۱۱ کال راهیسې  تشه وه  او په اړه يي جنجالونه هم  پیل شوي وو.

 

 


پيوندونه: #اتریش , #هیټلر

اړوند خبرونه