د یمن نه د امریکا متحده ایالتونو په جنګي  کښتیو  د دریم  ځل لپاره  برید وشو.

په بحرالاحمر کې یو ځل بیا د امریکا په جنګي کښتۍ د توغندي برید وشو

590738
د یمن نه د امریکا متحده ایالتونو په جنګي  کښتیو  د دریم  ځل لپاره  برید وشو.

د یمن نه د امریکا متحده ایالتونو په جنګي  کښتیو  د دریم  ځل لپاره  برید وشو.

د ویلو ده چې د یوې اوونۍ  په دننه کې دا دریم  ځل  دی چې د یمن د خاورې نه په بحرالاحمر کې  د امریکا متحده ایالتونو په جنګي کښتیو برید کیږي.

امریکا  د نوموړي  برید د خنثی کولو په خاطر  د دفاعي  سیستم  نه کار اخیستی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت په بحر الاحمر کې ددوی په جنګي کښتیو  په یمن کې د حوثي یاغیانو  تر کنټرول لاندې  د سیمې نه  د توغندیو د برید  ادعا کړې ده .

پنټاګون ویلي دي چې  په بحر الاحمر کې  ددوی  د USS MASON په نامه  په جنګي  کښتۍ  د یمن د خاورې نه د توغندیو برید وشو چې  د رادار سیستمونو لخوا  تثبیت او د دفاعي سیستمونو لخوا  له منځه یوړل شول.

امریکا ویلي دي چې د  یوې اوونۍ په دننه کې دا دریم  ځل دی چې د یمن د خاورې نه  ددوی په جنګي کښتیو  د توغندیو بریدونو کیږي.

په څرګندونو کې راغلي دي چې  توغندي  مخکې ددینه چې  په کښتۍ ولګیږي  له  منځه وړل شوي دي.

همداشان  تیره اوونۍ  یو توغندی  د امریکايي کښتیو ترڅنګ په سمندر کې  وغورځید.

 


پيوندونه: #امریکا , #یمن , #برید

اړوند خبرونه