یونسکو سازمان : مسجدالاقصی یواځې او یواځې د مسلمانانو دی
د یونسکو سازمان مسجد الاقصی یواځې او یواځې د مسلمانانو د سپیځلي مکان په توګه اعلان کړ.
د ملګرو ملتونو د علمي زده کړو او کولتور سازمان یونسکو اسراییلو ته ستر ګوزار ورکړ. د یونسکو سازمان مسجد الاقصی یواځې او یواځې د مسلمانانو د سپیځلي مکان په توګه اعلان کړ.
د یونسکو سازمان ويلي دي چې یهودانو د مسجدالاقصی سره هیڅډول کوم تړاو نلري.
د یونسکو سازمان په اسراییلو په بیت المقدس کې په دیني مکانونو د کنټرول او ادارې له امله سخته نیوکه وکړه او ویلي دي چې بیت المقدس د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانو لپاره یو سپڅلی ښار او ځانګړی اهمیت لري.
یونسکو سازمان ویلي دي چې په بیت المقدس کې مسجد الاقصی جومات بیا یواځې او یواځې د مسلمانانو سپڅلی مکان دی او یهودانو ورسره کوم تړاو نلري.
د یونسکو سازمان دا پریکړه په فرانسه کې په ځانګړې غونډه وکړه. پریکړه وروسته د یاد شوي سازمان د بهرنیو اړیکو ته تایید ته وړاندې شوه. په پریکړه رای اچونه وشوه چې د ۶ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۴ موافقو رایو سره ومنل شوه. د ویلو ده چې د یاد شوي سازمان ۲۶ غړیو د بې طرفۍ رای وکاروله.
امریکا، جرمني او انګلستان د پریکړې سره مخالفت وښود او مخالفه رای ورکاروله. همداشان فرانسې بیا بې طرفي غوره کړه.
د یونسکو د سازمان دې پریکړې د اسراییلو د حکومت سخت غبرګون پارولی دی. د اسراییلو حکومت د یونسکو سازمان سره د اړیکې د پرې کولو ګواښ کړی دی .
د ویلو ده چې دا پریکړه به د دوشنبې په ورځ د یونسکو سازمان اجراییوي شورا ته د تایید په خاطر وړاندې شي. د یونسکو سازمان د اجراییوي شورا ۵۸ غړي لري.
د روان کال د اپریل په میاشت کې هم یاد شوي سازمان ورته یوه پریکړه کړې وه. د اپریل د میاشتې په غونډه کې هم په ټينګار سره ویل شوي وو چې مسجد الاقصی جومات یواځې او یواځې د مسلمانانو سپڅلی مکان دی.