د امريكا – ايران ترمېنځ خطرناك رقابت

ايران د يمن سواحلو ته نږدې د عدن خليج ته وروسته له هغې جنګي بېړۍ ولېږلې چې درې ورځې وړاندې امريكايي بېړيو په يمن كې د حوثيانو د رادار مركزونه ويشتل.

589776
د امريكا – ايران ترمېنځ خطرناك رقابت

 

 

د ايران د رسمي خبري آژانس تنسيم د معلوماتو پر اساس ددې هېواد د بحري ځواكونو اړوند دوه كيښتۍ په سور سمندرګي كې د عدن خليج ته لېږل شوي دي. د بوشهر او الوند په نامه دا دوه بېړۍ په داسې حال كې سيمې ته لېږل كيږي چې هلته د امريكا د بحري ځواكونو  اړوند بېړۍ هم ځاى پر ځاى شوي دي.

ايراني چارواكو څرګنده كه چې دا بېړۍ په خليج كې د ايران د سوداګريزو كيښتيو د امنيت د ساتنې په موخه سيمې ته تللې دي.

دا په داسې حال كې ده چې د امريكا بحري ځواكونو درې ورځې وړاندې په يمن كې د شيعه حوثي جنګياليو د رادار پر مركزونو باندې هوايي بمباري وكړه. ويل كيږي چې له دې مركزونو نه پر امريكايي بېړيو د توغنديو بريدونه ترسره كېدل.

د عدن خليج د هند بحر ته د عربو د شبې جزيرې د تګ دروازه بلل كيږي او د سيمې لپاره ځانګړى ستراتيژيك اهميت لري.

د يادولو وړ ده چې څه موده وړاندې سعودي عربستان هم په دې خليج كې نظامي مانورونه ترسره كړي ول.

امريكايي چارواكو د ايران د پرېكړې په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.



اړوند خبرونه