د میتو توپان  په خپله لاره کې  تر اوسه پورې  ۲۶ تنه  وژلي دي.

د میتو په نامه د توپان له امله د امریکا په څو ایالتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی

583957
د میتو توپان  په خپله لاره کې  تر اوسه پورې  ۲۶ تنه  وژلي دي.

 د میتو توپان  په خپله لاره کې  تر اوسه پورې  ۲۶ تنه  وژلي دي.

د بله پلوه  په امریکا متحده ایالتونو کې  د نوموړي توپان له امله   په څو ایالتونو کې  بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د امریکا  متحده ایالتونو  د فلوریدا  په ایالت کې  په سلګونو  زره  تنه  د خپلو کورونو تخلیه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس  د خبر له مخې  د میتو توپان  تر اوسه پورې په دومینیکا  کې  ۴ تنه  او په هایټي کې ۲۲ تنو  ژوند د لاسه ورکړی دی.

د توپان  سرعت په ساعت کې  ۲۳۰ کیلومتره  اټکل شوی دی

د میتو توپان کوبا او هایټي ته  د پام وړ زیان  اړولی دی . د امریکا  د فلوریدا  ایالت په ۱۲ ښارونو کې  څه باندې یو نیم میلیون تنه  د خپلو کورونو نه  باامنه سیمو ته  تخلیه کړی شوي دي.

همداشان  د امریکا  ولسمشر باراک اوباما  په هیواد کې په هغه سیمو کې په میشتو کسانو چې د توپان  د لارې پر سر پراته  دي  هر څه ژر  نورو سیمو ته  د تلو غږ کړی دی .

هغه  د توپان په لاره د پرتو سیمو د خلکو نه  د سیمو د تخلیه کولو غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه