په بروكسل كې پر پوليسو د چاقو بريد

په داسې حال كې چې د بلجيم د هېواد په پلازمېنه بروكسل كې د افغانستان سره د مرستې او همكارۍ غونډه روانه ده، دوه تنه پوليس د يو احتمالي ترهګري بريد په پايله كې په چاقو وهل شوي دي.

583554

په بروكسل كې يو تن څارنوال وويل چې په لوى احتمال سره دا ترهګري بريد دى.

دا پېښه د بروكسل د شايربيك په سيمه كې رامنځته شوې ده.

بريد ګر يو تن پوليسو په اورمېږ كې او بل يې په خېټه كې په چاقو وهلى دى.

ويل كيږي چې بريد ګر د پوليسو لخوا ويشتل شوى دى او اوسمهال د پوليسو سره بندي دي.

دا پېښه په داسې حال كې ترسره كيږي چې په بروكسل كې د افغانستان سره د مرستې او همكارۍ غونډه همدا اوس روانه ده.  

اړوند خبرونه