د سعودي عربستان او امریکا ترمنځه اړیکې د خرابیدو پر لورې روانې دي.
د سعودي عربستان پر خلاف د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې په چوکاټ کې لومړنۍ دعوا پرانیستل شوه
د سعودي عربستان او امریکا ترمنځه اړیکې د خرابیدو پر لورې روانې دي.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسي او مشرانو جرګو لخوا د عدالت پر نامه د قانون د تصویب سره چې له مخې د سپټمبر د یوولسمې په پیښه کې د سعودي عربستان خپه راکاږل کیږي د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې ترینګلې کړې.
د ویلو ده چې دا قانون د سپټمبر د ۱۱مې پیښې قربانیانو ته د سعودي عربستان پر خلاف د دعوا د پرانیستو حق ورکوي.
همداشان د نوموړي قانون د تصویب نه سمدلاسه وروسته د یو تن امریکايي لخوا د سعودي عربستان پر خلاف دعوا پرانیستل شوه.
د بله پلوه ددې په مقابل کې په عراق کې د امریکا پر خلاف دعوا پرانیستو ته تیاری دوام لري.
په امریکا کې ستیفنیا روز ډي سیمون په نامه یوې میرمنې چې د سپټمبر د ۱۱مې په پیښه کې خپل خاوند د لاسه ورکړی وو د سعودي عربستان پر خلاف اقامه د دعوا وکړه.
ددې په مقابل کې په عراق کې یوې لوبي ډلې د عرب پروژې لاندې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا لخوا په عراق د یرغل له امله د اقامه د دعوا کولو ته تیاری نیسي.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د هغه ادارې چې د نوموړي قانون سره سخت مخالفت ښودلی وو او اوباما دا قانون ویتو کړی هم وو خو ولسي او مشرانو جرګې بیا په ټینګار سره تصویب کړ.
اوباما د نوموړي قانون نه د یوې ستر خطا په توګه یادونه وکړه او وویل چې دا قانون د امریکا د حقوقو پر وړاندې د یو بهرني خپلواکه حقوقو مصئونیت له منځه وړي. دا قانون به په نړۍ کې د امریکا پر خلاف هم عملي شي او په نړۍ کې به د امریکا اړیکو ته ستر زیان ورسوي.
د اوباما د خبرداریو نه وروسته د امریکا پر خلاف لومړنی ګام په عراق کې پورته شو.
په عراق کې یوه ډله په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا لخوا په نوموړي هیواد د یرغل او په سلګونو زرو تنو د وژل کیدو له امله د امریکا پر خلاف دعوا پرانیستو ته تیاری نیولی دی.
دې ډلې ویلي دي چې د امریکا پر خلاف په دعوا کې به د امریکايي ځواکونو لخوا په ملکي وګړو د بمباریو، په ناحقه توګه د ملکي وګړو د وژلو، د ملکي وګړو د شکنجې امریکايي سرتیرو لخوا د خلکو سره د ناوړه او ضد انساني چلند په څیر ټولو مسلو ته ځای ورکړ شي. همداشان ددې دعوا په ترڅ کې به کافي اسناد او شواهد محکمې وړاندې کړې شي.
د امریکا یو پخواني سناتور ویلي دي چې دا قانون به ویتنام ته هم د امریکا پر خلاف د دعوا پرانیستو حق ورکړي. د ویتنام حکومت به هم د امریکا پر خلاف دعوا پرانیزي.
هغه وویل که چیرې امریکا د سعودي عربستان پر خلاف اقامه د دعوا وکړي په ویتنام د جګړې قربانیان او ټپیان به د امریکا پر خلاف اقامه د دعوا وکړي.
د بله پلوه د فرانسې د امریکا لخوا د عدالت پر نامه ددې قانون نه د نه منلو وړ یو قانون په توګه یادونه کړې ده .
د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خبري غونډې ته وویل چې « د امریکا لخوا د ترهګرو د تمویل کوونکو پر خلاف د عدالت پر نامه دا قانون د نړۍوالو قوانینو سره ښکاره په ټکر کې دی. دا قانون د نړۍ په حقوقو کې ستر بحران رامنځته کوي.