د اوباما لخوا اسراييلو ته د `يرغلګر` خطاب او شننه

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې د اسراييلو په اړه د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر باراك اوباما څرګندونو په خبري رسنيو كې پراخه انعكاس وموند. اوباما په زغرده وويل چې اسراييل نور نشي كولاى چې د فلسطين په اشغال شوې خاوره كې نور پاتې شي.

578256
د اوباما لخوا اسراييلو ته د `يرغلګر` خطاب او شننه

 

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې د اسراييلو په اړه د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر باراك اوباما څرګندونو په خبري رسنيو كې پراخه انعكاس وموند. اوباما په زغرده وويل چې اسراييل نور نشي كولاى چې د فلسطين په اشغال شوې خاوره كې نور پاتې شي. ځينو كسانو د اوباما دا څرګندونې د اسراييلو پر خلاف نوى دريځ وبللو. ځينو حتى پر اوباما تور ولګولو چې نوموړى اسراييل دښمنه شخص دى. ځكه تر اوباما وړاندې هېڅ يو امريكايي ولسمشر د فلسطين اشغال شوې خاورې ته اشغال نه دى ويلى. نوموړو په خپلو رسمي څرګندونو كې `` هغه خاوره چې حاكميت يې جنجالي دى.``

ددې ټولو سره سره د ملګرو ملتونو په غونډه كې د اسراييلو په اړه د اوباما د دريځ پر وړاندې غبرګونونه له مبالغې ډك دي.

ددې لپاره لاندې څلور دلايل خورا اهميت لري.

لومړى دا چې د ولسمشر اوباما د دندې موده د پاى ته رسېدلو په حال كې ده. د ۲۰۱۷م كال په جنورۍ كې به د ولسمشرۍ دنده نوې ولسمشر ته وسپاري. كه چېرې اوباما په ريښتيا هم غوښتلى چې پر اسراييلو فشار راوړي نو دا به يې د ولسمشرۍ د دندې په دويم پړاو كې كړې واى. ځكه چې د بيا ټاكل كېدو په څېر كومه اندېښنه يې هم نه لرله. د بله پلوه په اسراييلو كې يې د بنيامين نتنياهو په څېر مخاطب درلود.  اوباما ددې برخلاف د امريكا د پخوانيو ولسمشرانو په پرتله تر اسراييلو لا زيات حمايت وكړ. د همدې امله د خپلې دندې په وروستيو ۳ نيمو مياشتو كې د اسراييلو پر وړاندې د امريكا د سياست بدلون ناممكن دى.

دويم دا چې په غونډه كې د اوباما د پوره جملې ژباړه په دې ډول ده: فلسطينيان بايد د پاروونكو اعمالو په ردولو سره د اسراييلو مشروعيت په رسميت وپېژني او اسراييل هم نشي كولاى چې تر پايه پورې د فلسطين اشغال ته دوام وركړي. دا بايد ومني. دا د اسراييليانو او فلسطينيانو لپاره ښه چانس دى.``

د اوباما پدې جمله كې دا نه دي ذكر شوي چې څوك ظالم او څوك مظلوم دى.  دا په داسې حال كې ده چې د فلسطين خلك چې د اسراييلو لخوا يې پر خاورې يرغل شوى دى او د ملګرو ملتونو د پرېكړو سره سره دا يرغل دوام لري خو امريكا بيا هم د اسراييلو او فلسطين ترمېنځ په مساواتو باور لري.

دريم دليل يې بيا دا دى چې كه څه هم د اوباما په وينا كې د فلسطين ستونزې ته ښكاره اشاره شوې ده خو په ټوليزه توګه د ملګرو ملتونو په پخوانيو عمومي غونډو كې د اوباما د ويناګانو په پرتله په وروستۍ وينا كې د فلسطين ستونزې ته پاملرنه لږه شوې ده. د بېلګې په ډول په ۲۰۰۹م كال كې د ولسمشر په توګه د اوباما د بيا ټاكل كېدلو نه وروسته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې اوباما د خپلې وينا ۵۱۲ كلمې د فلسطين ستونزې ته جلا كړې. په ۲۰۱۰م كال كې بيا ۱۱۰۰ كلمې د فلسطين په اړه وې. د ۲۰۱۱م كال راهيسې په غونډو كې د فلسطين په اړه د اوباما پاملرنه هم د لږېدلو په حال كې ده. حتى د ۲۰۱۵م كال په وينا كې فلسطين هېڅ ځاى نه درلود. په ۲۰۱۶م كال كې يې يواځې ۳۱ كلمې د فلسطين لپاره جلا كړې وې چې پورته مو وژباړلې.

څلورم او تر ټولو مهم دليل يې بيا د امريكا د متحدو ايالتونو او اسراييلو ترمېنځ د مطابقت هغه تړون دى چې ددې مياشتې په پيل كې لاسليك شو. ددې تړون په اساس امريكا مكلفه ده چې د اسراييلو سره په راتلونكو ۹ كلونو كې د ۳۸ ميلياردو ډالرو په اندازه مرسته وكړي. ددې يواځې ۳۲ ميليارده ډالره يې بهرنۍ نظامي مرسته ده. پاتې ۵ ميليارده يې هم د اسراييلو د دفاعي سيستم د پياوړتيا په موخه د توغنديو د جوړولو لپاره ده.

د اسراييلو سره دا مرسته چې د امريكا په تاريخ كې سارى نه لري، د ملګرو ملتونو په غونډه كې د اوباما لخوا د اسراييلو پر وړاندې د دريځ سره په هېڅ ډول د مقايسې وړ نه ده. ددې تړون پيغام ښكاره او پياوړى دى. امريكا په پام كې لري چې په منځني ختيځ كې د اسراييلو حاكميت نور هم پياوړى او پراخه كړي. دا تړون به په سيمه كې د وسلې د پېرودلو رقابت نور هم زيات كړي او دريم دا چې اسراييل به تر دې وروسته هم په سيمه كې خپل فعاليت ته دوام وركړي.

ددې تړون بل پيغام دا دى چې د فلسطين د خلكو ژوند تر دې وروسته نور هم بې ارزښته كيږي. امريكا په داسې حال كې د اسراييلو سره نظامي مرسته كوي چې دا هېواد په سيمه كې له نظامي پلوه تر ټولو پياوړى دى. سربېره پر دې په داسې حال كې چې په امريكا كې د ټولنيزو مرستو لپاره بوديجه د كمښت سره مخامخ ده ددې هېواد تر نيمايي زيات وګړي ددې تړون سره مخالفت لري. نظامي تړون په امريكا كې د وسلو جوړولو او اسراييلو په ګټه او د عامو امريكايانو او فلسطينيانو په تاوان اقدام وو.

 

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه كې اسراييلو ته د اوباما لخوا د يرغلګر خطاب كول به په منځني ختيځ كې د امريكا پر سياست باندې اغېزه ونكړي. امريكايي حكومتونه هغه اقدامات چې له مخې يې د اسراييلو سره د نه شلېدونكو اړيكو د دوام ګرنټي وركوي، په سمه توګه اجرا كوي. د همدې امله د فلسطين ستونزه به په اسانۍ سره اواره نشي.

 



اړوند خبرونه