په لویدیځ کې اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.
په هالنډ کې افراطي ښه اړخه د ازادۍ ګوند د ۲۰۱۷ کال د ټولټاکنو په خاطر کړنلاره اعلان کړه.
په لویدیځ کې اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.
په هالنډ کې افراطي ښه اړخه د ازادۍ ګوند د ۲۰۱۷ کال د ټولټاکنو په خاطر کړنلاره اعلان کړه. یاد شوي ګوند ویلي دي چې په ټولټاکنو کې د بري د ترلاسه کولو په صورت کې به په هیواد کې ټول جوماتونه او اسلامي ښوونځي وتړي. په دولتي اداراتو کې به د پړوني په څیر په ټولو دیني سمبولونو بندیز ولګوي.
د هالنډ لومړي وزیر بیا د ازادۍ ګوند ددې څرګندونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
هغه د ازادۍ ګوند ددې ژمنو او څرګندونو نه د هیواد قوانینو او حقوقو ته د ګواښ په توګه یادونه وکړه.
په هالڼډ کې د ګیرت ویلډرز په مشرۍ د ازادۍ ګوند د ۲۰۱۷ کال د ټولټاکنو د تبلیغاتي کمپاین په خاطر خپله کړنلاره او اهداف اعلان کړ. هالنډي اسلام دښمنه سیاستوال ویلي دي چې د ۲۰۱۷ کال په ټولټاکنو کې د بري په صورت کې به په هالنډ کې ټول جوماتونه او اسلامي ښوونځي وتړي او په دولتي اداراتو او ښوونځیو کې به د پړوني او اسلامي حجاب په ګډون په ټولو دیني سمبولونو بندیز ولګوي.
هغه ویلي دي چې د هالنډ پولې به د مسلمانانو پر مخ وتړي. هالنډي سیاستوال ددې څرګندونو سره په امریکا کې د ولسمشرۍ د نوماند دونالد ترومپ نه خپه واړوله.
په هالنډ کې افراطي سیاستوال ویلډرز څرګندونو وار د مخه جدي جنجالونو او بحثونو ته لار اواره کړې ده .
د هالنډ لومړي وزیر مارک روت د تیرې یکشنبې په ماښام یو تلویزیون سره په مرکه کې د افراطي سیاستوال ویلډرز څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون وښود.
هغه وویل چې د ګیرټ ویلډرز دا څرګندونې په اصل کې په ښکاره توګه د هیواد قوانینو او حقوقو ته تهدید دی.
هغه وویل چې په هالنډ کې د جوماتونو او دیني ښوونځیو د تړولو اړوند هر اقدام د هیواد اساسي قانون او دیموکراسۍ ارزښتونو ته ښکاره ګواښ دی.
لومړي وزیر روت د ګیرټ ویلدرز نه د خپل قوي سیاسي رقیب په توګه یادونه وکړه او په هغه يي نیوکه وکړه چې د دا ډول څرګندونو سره یواځې خلک پاروي . هغه وویل چې ویلډرز تل د مسولیت د په غاړه اخیستو نه تیښته کوي.
روت وویل چې د ګیرت ویلډرز په مشرۍ ګوند د ۲۰۱۲ کال اقتصادي بحران پر مهال حکومت یواځې پریښود او د ایتلاف نه په شا شو. هغه وویل چې دا ګوند تل د مسولیتونو ته تښتیدلی دی.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.