د ناټو مشر د دوه ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي

د ناټو سازمان  مشر  ینس ستولتنبرګ  د سپټمبر په ۸ مه نیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ  د دوه ورځني سفر په ترڅ کې  ترکیې ته راځي.

566198
د ناټو مشر د دوه ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راځي

د ناټو سازمان  مشر  ینس ستولتنبرګ  د سپټمبر په ۸ مه نیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ  د دوه ورځني سفر په ترڅ کې  ترکیې ته راځي.

د ناټو مشر به  په انقره کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم سره  لیدنه وکړي.

ستولتنبرګ  به  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره هم  لیدنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې  د ترکیې لخوا د سوریې په شمال کې د جرابلس د عسکري عملیاتو د پیلولو نه وروسته  دا لومړی ځل دی چې د ناټو مشر ترکیې ته راځي. دا سفر ددې پلوه هم ځانګړې اهمیت لري.

د ناټو مشر ستولتنبرګ به  په انقره کې د لیدونو په ترڅ کې د سوریې د پرمختګونو  په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو په خاطر د ترکیې په وړاندیز  خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده چې د ناټو سازمان  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د لا اغیزمنې  مبارزې په موخه  په بالتیک هیوادونو کې  سرتیري ترکيې ته  د رالیږولو پریکړه کړې ده .

د نوموړو سرتیرو یوه دریمه  برخه الماني ځواکونه تشکیلوي. دا ځواکونه به د سوریې د هوايي حریم  د کنټرول په دنده وګمارل شي.

د ناتو مشر ویلي دي چې په ترکیه کې د لیدونو کتنو په ترڅ کې به د عراق، منځني او شمالي افریقا په پرمختګونو  او ستونزو هم  خبرې وکړي.



اړوند خبرونه