د اسراییلو په پلازمینه تل ابیب کې ۴ پوړیزه ودانۍ چپه شوه

په تل ابیب کې د ساختمان لاندې د ۴ پوړیزې ودانۍ د چپه کیدو له امله ۱۸ تنه ټپیان او ۳۰ تنه د ودانۍ لاندې شوي دي

565544
د اسراییلو په پلازمینه تل ابیب کې ۴ پوړیزه ودانۍ چپه شوه

د اسراییلو په پلازمینه  تل ابیب کې  د ساختمان لاندې  د موټرو د پارک  ۴ پوړیزې  ودانۍ  د چپه کیدو له امله  ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي  او تر ۳۰ تنو پورې  د ودانۍ لاندې لا درکه شوي دي.

د اسراییلو  د بیړنیو مرستو د ادارې  ویاند  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د نوموړې ودانۍ چې ساختماني چارو يي دوام  درلود د چپه کیدو له امله  ۱۸ تنه ټپیان شوي چې د یو تن روغتیايي حالت  ښه ندی.

ویاند ویلي دي چې  ګمان کیږي  تر ۳۰ تنو پورې  کارګران  د چپه شوې ودانۍ لاندې  شوي وي چې  د ژغورنې په خاطر يي هلې ځلې دوام لري.

پیښه  د تل ابیب شمال لورې  ته د رامات هاهایل  په تجارتي سیمه کې  رامنځته شوې ده. سیمې ته  یو زیات شمیر امبولانسونه او د ژغورنې ډلې استول شوي دي.

ودانۍ هله چپه شوه چې د پاسه يی کرین  وغورځید.

د چپه شوې ودانۍ  شاوخوا ته ټول  سوداګریز مرکزونه، لکس رستورانتونه  او روغتونونه  شتون لري.

پولیسو ویلي دي چې  د چپه شوې ودانۍ لاندې د ایسار شوو ګارګرانو نه يي د دوو تنو سره اړیکه ټینګه کړې ده .

 


پيوندونه: #اسراییل , #تل ابیب

اړوند خبرونه