د جماعت اسلامي يو بل غړى هم اعدام شو

په بنګله دېش كې د جماعت اسلامي يو بل مهم  غړى مير قاسم علي اعدام شوى دى.

564707
د جماعت اسلامي يو بل غړى هم اعدام شو

 

پر مير قاسم علي تور لګول شوى وو چې د ۱۹۷۱م كال په اوږدو كې ددې هېواد د خپلواكۍ پرمهال نوموړي په ځينو جناياتو كې لاس درلود.

د جنګي جنايتكارانو د نړيوالې محكمې لخوا چې د بنګله دېش د حكومت لخوا جوړه شوې ده چې د جماعت اسلامي د ګوند د مركزي اجرايوي شورا غړى مير قاسم علي تېره شپه په ځايي وخت لس نيمې بجې د خپلې كورنۍ سره د ليدنې نه وروسته د كاشيمپور په زندان كې اعدام شوى دى.

د نوموړي د اعدام حكم د سترې محكمې لخوا د اګست په ۳۰مه نېټه تاييد شوى وو. قاسم علي د بنګله دېش له ولسمشر د بښنې غوښتنه هم رد كړې وه.

دا پرېكړه د جماعت اسلامي د ګوند لخوا وغندل شوه. ددې ګوند سرمنشي مير شفيق الرحمان د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره د مير قاسم باندې لګېدلي ډول تورونه رد كړل.



اړوند خبرونه