اوباما چين ته ځي.

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د  وروستي ځل لپاره چين ته سفر كوي.

554768
اوباما چين ته ځي.

 

 

ټاكل شوې ده چې اوباما به د لاوس هېواد ته هم لاړ شي.

د سپنې ماڼۍ لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې ولسمشر به په چين كې د نړۍ د پراختيا په حال كې د شلو هېوادونو يا جي – ۲۰ په غونډه كې د ګډون په موخه پيكن ته لاړ شي.

د جي – ۲۰ په غونډه كې د ګډون پر مهال به د نړۍ د نورو مشرانو سره د متوازنې اقتصادي پراختيا پر لارو چارو بحث وشي.

سربېره پر دې اوباما به د چين د ولسمشر شي جيپينګ سره هم د ليدنې پر مهال د يو لړ سيمه ايزو او نړويوالو مسايلو په اړه بحث وكړي.


پيوندونه: #اوباما , #چين , #هېواد

اړوند خبرونه