د جرمني د مالیې وزیر: د ترکیې سره همکاري پخپله د جرمني په ګټه ده

جرمني د مالیې وزیر : ترکیه یواځنی هیواد دی چې د کډوالو د قابو کولو په برخه کې زمونږ سره مرسته کولی شي

553683
د جرمني د مالیې وزیر: د ترکیې سره همکاري پخپله د جرمني په ګټه  ده

د جرمني  د مالیې وزیر  والفګانګ  شویبله وویل چې هیواد يي د کډوالو په برخه کې د ترکیې  همکارۍ ته  اړتیا لري  او پدې برخه کې باید د ترکیې سره په ګډه  کار وکړي.

هغه  دا څرګندونې  د جرمني د روستوک په ښار کې د خپلې وینا په ترڅ کې وکړې.

هغه  د حکومت د مخالفو ډلو  لخوا د ترکیې سره  د همکارۍ  د درولو  وړاندیز په کلکه توګه رد کړ.

هغه  وویل چې  د ترکیې سره  همکاري  او په ګډه کار کول  تر ټولو زیات  پخپله د جرمني په ګټه  دی. هغه زیاته کړه چې د سوریې او عراق  په څیر د هیوادونو د کډوالو سره  مقابله  اسانه خبره نده.

ترکیه یواځنی هیواد دی چې پدې برخه کې  زمونږ  سره  مرسته کولی شي  . هغه د ترکیې سره د همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ  او وویل چې  ترکیې سره باید په ګډه کار وکړو.


پيوندونه: #جرمني , #کډوال , #ترکیه

اړوند خبرونه