په کوسووا کې د پارلمان په ودانۍ راکټي بریدونه وشول.
په کوسووا کې د نامعلومو کسانو یا کس لخوا د پارلمان په ودانۍ راکټي بریدونه شوي
په کوسووا کې د پارلمان په ودانۍ راکټي بریدونه وشول.
پرون د شپې په نیمايي کې د کوسووا په پلازمینه پرشتینا کې د پارلمان په ودانۍ دوه راکټي بریدونه وشول.
د راکټونو نه یو د پارلمان په ودانۍ او بل د ودانۍ په مخکې په باغچه کې لګیدلي دي.
په برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی خو د پارلمان ودانۍ ته د پام وړ زیان اوښتی دی.
د پارلمان په ودانۍ د راکټي بریدونو نه وروسته یو زیات شمیر پولیس سیمې ته ورسیدل.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې نه وروسته يي د پلټنو په ترڅ کې په سیمه کې سوځول شوی موټر سایکل ترلاسه کړی دی. پولیسو ویلي ګمان کیږي چې موټر سایکل د برید کوونکو یا برید کوونکي وي. د برید په اړه پراخه پلټنې پيل شوي دي.
د کوسووا د خبري رسنیو د خبر له مخې دا برید د یوګوسلاویا لخوا جوړ شوي د ضد د ټانک د راکټونو سره ترسره شوي دي.
د بله پلوه په کوسووا کې سیاسي ګوندونو د پارلمان په ودانۍ راکټي بریدونه په کلکه توګه غندلي دي او ویلي دي چې دا برید په اصل کې د کوسووا په خلکو او ډیموکراسۍ شوی دی .