په امریکا کې  ډیموکراټ ګوند  د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند  رسمآ  اعلان کړ.

ډیموکراټ ګوند هیلري کلنټن د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې وروستۍ نوماندې په توګه وټاکله

538304
په امریکا کې  ډیموکراټ ګوند  د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند  رسمآ  اعلان کړ.

 په امریکا متحد ایالتونو کې  ډیموکراټ ګوند  د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند  رسمآ  اعلان کړ.

په امریکا کې د ډیموکراټ ګوند  میرمن هیلري کلنټن  د ولسمشرۍ لپاره د رسمي نوماندې په توګه  اعلان کړه.

د ویلو ده چې د امریکا  په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې  تر ټولو  غښتلي او ستر د ډیموکراټ  ګوند  د ولسمشرۍ لپاره میرمن  د نوماندې په توګه ټاکي.

همداشان  د ډیموکراټ ګوند لخوا د ولسمشرۍ لپاره د هیلري کلنټن  د نوماندۍ  د اعلانولو سره  د امریکا په تاریخ کې نوې پاڼه پرانیسته.

د امریکا متحده ایالتونو د ډیموکراټ ګوند  د فیلادلیفیا په ښار کې په عمومي غونډه کې د ولسمشرۍ لپاره د هیلري کلنټن نوماندي په رسمي ډول اعلان کړه.

د امریکا  پخواني ولسمشر بیل کلنټن  میرمن، د نیویارک د ایالت سناتوره او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره  هیلري کلنټن  داځل  د ولسمشرۍ لپاره  نومانده شوه. هیلري کلنټن  به  د نوامبر په ۸ مه نیټه ترسره کیدونکي  د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د جمهوریت پلوو د نوماند  دونالد ترومپ سره  سیالي وکړي.

ویل کیږي هیلري کلنټن به  د سبا  خپله لومړنۍ وینا  وکړي.

د بله پلوه  په ډیموکراټ ګوند کې  د ولسمشرۍ د نوماندۍ په خاطر  د هیلري کلنټن  نږدې  رقیب  سناتور بیرني ساندرز  د هیلري کلنټن د نوماندۍ نه  ملاتړ اعلان کړ او وویل چې  هغه د ولسمشرۍ لپاره  تر ټولو مناسبه  ده. د سناتور بیرني ساندرز  پلویانو ویلي وو چې غواړي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د ترومپ په مقابل کې هغه وویني  خو هغه  بیا په خپلو پلویانو د هیلري کلنټن نه ملاتړ کولو ته  بلنه ورکړه.

په امریکا کې په ترسره شوو بعضو نظرسنجیو کې هیلري کلنټن  د جمهوریت پلوي دونالد ترومپ نه  مخکې  ښکاري.



اړوند خبرونه