د فرانسې د خونړي برید نه وروسته د ولسمشر اولاندا لومړنی غبرګون

د فرانسې ولسمشر: په مونږ د برید کوونکو ځالې به په سوریه او عراق کې ونړو

529611
د فرانسې د خونړي برید نه وروسته د ولسمشر اولاندا لومړنی غبرګون

د فرانسې د نیس په ښار کې د ملي ورځې  په لمانځنو  د برید نه وروسته  د نوموړي هیواد ولسمشر فرانسوا اولاندا په هیوادوالو د صبر او یووالي غږ وکړ.

اولاندا  وویل چې  « د جون ۱۴ مې جشن  د فرانسې  د ازادۍ  جشن  دی  چې د برید اصلي هدف هم  همدا  جشن  او لمانځنې وې. د ټپیانو د تداوۍ  په خاطر ټول امکانات په کار اچول شوي دي. نن فرانسه  یو ځل بیا  ټپي شوه  خو خپل ځواک او طاقت يي د لاسه ندی ورکړی. فرانسه  د تل په څیر  نن  هم  قوي  دی  او تل به  قوي وي.»

هغه زیاته کړه چې  په هیواد کې  د موجودو تدابیر کچه به لاپسې  لوړه کړي. د امنیتي برخو د وزیرانو سره د نوو تدابیرو په اړه  خبرې شوي دي  او تدابیر به  لا پسې  زیات کړو. هغه زیاته کړه چې  د ترهګرو پر خلاف په عملیاتو کې به ۱۰ زره تنه سرتیري برخه واخلي. د فرانسې د پولو د ساتنې په خاطر به هم  جدي ګامونه پورته شي.

د فرانسې ولسمشر اولاندا چې د برید نه لنډه موده د مخه ویلي وو چې  فوق العاده حالت به ختم کړي  او نور به يي ونه غځوي  د برید نه وروسته  د دریو میاشتو لپاره  د فوق العاده حالت د مودې د غځولو نه خبر ورکړ.

هغه وویل چې  په هیواد کې موجود فوق العاده حالت به درې میاشتې نور هم دوام وکړي.

اولاندا وویل چې په مونږ  په برید کوونکو به  په عراق او سوریه کې بریدونو ته دوام ورکړو. د هغوې  په کورونو او پټنځایونو کې به  پرې بریدونه وکړو.

اولاندا  وویل چې د هیواد د ملي امنیت د  شورا په غونډه کې به د نوو تدابیرو په مسلې پراخه خبرې وشي.

د یادولو وړ ده چې  په فرانسه کې  دا برید پداسې حال کې وشو  چې  دوه ورځ وړاندې د داعش ترهګرې ډلې نه د غچ اخیستو په خاطر سیمې ته  د جنګي الوتکو د انتقالوونکې لوی جنګي بیړۍ  د استولو نه خبر ورکړ.

فرانسې ویلي وو چې  غواړي د داعش پر خلاف په مبارزه کې د عراق د حکومت سره  لا زیاته مرسته وکړي. فرانسې د داعش ترهګرې ډلې نه د غچ اخیستو لپاره نسټوني بډ وهلي وو چې  یو ځل بیا پرې برید وشو.

سره ددې چې د فرانسې  د وروستي برید مسولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی  خو  د نوموړي هیواد ولسمشر په څرګندونو کې داعش ترهګرې ډلې ته اشاره وکړه.

 



اړوند خبرونه