د فرانسې د ولسمشر د سلماني مصرف په هیواد کې جنجالونه پیل کړي دي

د فرانسې ولسمشر خپل سلمان ته د میاشتې لس زره ایرو تنخوا ورکوي

529133
د فرانسې د ولسمشر د سلماني مصرف په هیواد کې جنجالونه پیل کړي دي

د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاندا  د ویښتانو د کمولو یا سلماني  مصرف  په هیواد کې جنجالونه پیل کړي دي.

د فرانسې  لو کانار انشین  ورځپاڼې  د ولسمشر اولاندا د ویښتانو د کمولو یا سلماني میاشتي مصرف په اړه  خبر خپور کړی دی.

د یادې شوې ورځپاڼې لخوا په خپور شوي خبر کې ویل شوي دي چې  د ولسمشر اولاند د ویښتانو د کمولو یا سلماني  میاشتنی  مصرف  ۱۰۰۰۰ زره ایرو دي.

په خبر کې راغلي دي چې  د اولاندا  خصوصي  سلمان  د ۲۰۱۲ کال د مې په میاشت کې  د ولسمشر په توګه د هغه  د ټاکل کیدو نه وروسته  د هغه د قلم مخصوص  د ریس سره  تړون لاسلیک کړ.

د نوموړي تړون  له مخې  د اولاندا  سلمان ته  د هغه  د ولسمشرۍ په دوره کې  ۵۹۰ زره ایرو ورکول کیږي.

د بله پلوه  د حکومت  ویاند هم  د یاد شوي خبر پخلی کړی دی .

ورځپاڼې لیکلي دي چې  فرانسوا اولاندا سلمان  په میاشت کې  لس زره ایرو تنخوا اخلي. ورځپاڼې زیاته کړې ده چې  نوموړی به په میاشت کې څو ځله ویښتان کموي  چې پدې اندازه  تنخوا اخلي.

د یادولو ده چې د فرانسې پخواني ولسمشر سرکوزي هم خپل ځانګړي سینګارکوونکي ته د میاشتې ۸ زره ایرو تنخوا ورکوله چې د فرانسې د خلکو د سختو نیوکو سره مخامخ شوی وو.د 



اړوند خبرونه