آيا امريكا د كورنۍ جګړې د وېرې سره مخ ده؟

امريكا د متحدو ايالتونو په تاريخ كې كورنۍ جګړه څه باندې ۱۶۰ كاله وړانې پاى ته رسېدلې ده خو په هېواد كې د سپين پوستو حاكميت ددې سبب شوى دى چې د تورپوستو او لاتيني امريكايانو سره تل ناوړه چلند وشي.

526580
آيا امريكا د كورنۍ جګړې د وېرې سره مخ ده؟

 

د امريكا د متحدو ايالتونو په تاريخ كې كورنۍ جګړه څه باندې ۱۶۰ كاله وړانې پاى ته رسېدلې ده خو په هېواد كې د سپين پوستو حاكميت ددې سبب شوى دى چې د تورپوستو او لاتيني امريكايانو سره تل ناوړه چلند وشي.

كه څه هم د امريكا اوسنى ولسمشر باراك اوباما تورپوستى دى خو د تورپوستو سره د پوليسو د تاوتريخوالي نه ډك چلند د هېواد د قضايي ارګانونو دوه مخى دريځ ددې سبب شوى دى چې تورپوستي د خپل ځاني امنيت د ساتنې په موخه پخپله ملا وتړي.

وروستى پېښه د پوليسو لخوا د تورپوستو د پر له پسې وژنو د غندلو په موخه د لاريون پر مهال ۵ تنه پوليس د سنايپر په ډزو كې ووژل شول. ددې هېواد د دالاس په ښار كې د ۵ تنو پوليسو د وژل كېدو وروسته يو ځل بيا د خلكو د وسله والېدلو بحثونه تازه شوي دي. د يوې څېړنې له مخې يواځې د سږني ميلادي كال د پيل راهيسيې ۱۲۳ تنه تورپوستي د پوليسو لخوا وژل شوي دي چې د وژونكو پوليسو د جملې نه ډېرو لږو ته يې سزا وركړل شوې ده.  ددې په مقابل كې ۲۶ تنه پوليس هم د دندې پر مهال وژل شوي دي. د همدې راپور له مخې د تورپوستو تر نيمايي زيات يعنې ۵۴ سلنه يې فكر كوي چې د خپل ځان امنيت بايد په خپله وساتو او وسله ترلاسه كړو. دا كچه تېره كال يواځې ۲۹ سلنه وه.

 

د ډېلي بيسټ د خبري پاڼې د راپور له مخې د `` نيو بلك پانټر `` په نامه د تور پوستو د ګوند يو غړي او د امريكايي تورپوستو نه د دفاع د وسله والې ډلې يو تن مشر د انټرنېټ له لارې په خپلو پلويانو غږ كړى دى چې سپين پوستي پوليس چې هر چېرې وي، ودې ولي.

د جګړې وېره

تېره ورځ په دالاس كې د ۵ تنو امريكايي پوليسو تر وژل كېدو وروسته پرون ددې هېواد د تينيسي، جورجيا او سن لويي په ښارونو كې پر پوليسو بريدونه شوي دي.

د كې كې كې د توكمپالې ډلې لخوا وحشي جنايت

د اتلانتا په ايالت كې د يو تورپوستي سړي جسد په داسې حال كې وموندل شو چې د ونې پورې ځړول شوى وو. كه څه هم امريكايي پوليسو پرې د ځان وژنې شك وكړ خو د سيمې اوسېدونكي بيا وايي چې دا جنايت په امريكا كې د `كلو كلاوس كلان` كې كې كې په نامه سپين پوستې توكمپالې ډلې د غړو لخوا ترسره شوى دى.  تورپوستى سړى لومړى وهل شوى او بيا په دار ځړول شوى دى.

د لاريونونو پيل

په امريكا كې په لسګونو زره كسان د پوليسو لخوا د تورپوستو  وژنې پر وړاندې په لاريونونو كې ګډون كوي. دا لاريونونه د امريكا په يو زيات شمېر ايالتونو كې دوام لري.

شنونكي وايي چې كه چېرې حالات همداسې دوام وكړي نو د دواړو خواو راډيكالې ډلې به د يو بل پسې وسلې را واخلي. دا به د امريكا په تاريخ كې د يوې نوې كورنۍ جګړې پيلامه وي.



اړوند خبرونه