امریکا دوه تنه روسي چارواکي د هیواد نه وشړل
د امریکا او روسیې ترمنځه د روس پولیس لخوا په امریکايي ډیپلومات د برید له امله ناندرۍ پیل شوي دي
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د روسيې د پولیس لخوا ددوی د یو تن ډیپلوماټ د ډبولو په غبرګون کې د دوو تنو روسي چارواکیو د ډیپورتولو نه خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کیبري خبري ناستې ته وویل چې« د روسیې په پلازمینه مسکو کې یو تن روس پولیس د امریکا د سفارت په مخکې زمونږ په ډیپلوماټ برید کړی وو چې ددې په غبرګون کې مونږ هم د روسیې دوه تنه چارواکي د هیواد نه ډیپورت کړل.»
هغه وویل چې روسي چارواکي د جون په ۱۷ نیټه د امریکا نه ډیپورت شوي دي.
کیبري د ډیپورت شوو روسي چارواکیو په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه.
هغه زیاته کړه چې دا څرګندونې د روسيې لخوا د غلطو معلوماتو د خپرولو نه وروسته کوو. د جون په ۶ مه نیټه امریکايي ډیپلوماټ په مسکو کې غوښتل چې سفارت ته داخل شي چې د روس پولیس لخوا پر برید وشو. هغه وویل چې امریکايي ډیپلوماټ روس پولیس ته ویلي وو چې ډیپلوماټ دی او د سفارت لخوا ټاکل شوي ټول شرایط يي هم پر ځای کړي وو خو ددې سره سره پرې روس پولیس برید کړی وو.
هغه وویل روس پولیس وايي چې د امریکا د سفارت د امنیت په خاطر په نوموړي امریکايي برید کړی دی چې خبره حقیقت نلري.
کیبري وویل چې د نوموړې پیښې نه وروسته د روسیې امنیتي چارواکیو په امریکايي کارکوونکو فشارونه لا زیات کړي دي چې پدې اړه يي د روسيې حکومت ته خبرداری هم ورکړی دی .
د بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا ادعا کوي چې امریکايي ډیپلوماټ په اصل کې د نوموړي هیواد استخباراتو کارکوونکی دی او د پولیس لخوا ترینه د کارټ یا پیژند پاڼې د پوښتنې پر مهال لومړی په پولیس د سوک ګوزار کړی دی .