د امریکا د دالاس په ښار کې پنځم پولیس هم ووژل شو

په امریکا کې په پولیسو خونړی برید وشو

525488
د امریکا د دالاس په ښار کې پنځم پولیس هم ووژل شو

د امریکا متحده ایالتونو د دالاس په ښار کې  په پولیسو د خونړي برید په ترڅ کې  پنځم  پولیس هم  ووژل شو.

په امریکا کې د پولیسو لخوا د دوو تنو تورپوستو د وژلو نه وروسته  پراخه مظاهرې پيل شوې. د مظاهرې په ترڅ کې د دالاس په ښار کې  په پولیسو خونړی برید وشو. د دالاس ښار د پولیسو د مشر په وینا  څو تنو برید کوونکو چې وسلو سمبال ول  د یوې حاکمې نطقې نه په پولیسو برید وکړ چې له امله يي ۳ تنه پولیس مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي وو. وروسته د پولیسو او برید کوونکو ترمنځه نښته پیل شوه چې په ترڅ کې څلورم پولیس هم  ووژل شو.

پولیسو  د برید کوونکو نه  درې تنه  ونیول  او څلورم  تن اوس هم  مقامت ته دوام ورکوي. څلورم  پولیس  چې په سنایپر ټوپک  سمبال  دی  پنځم  پولیس هم وواژه. د بله پلوه  برید کوونکي  پولیسو ته ویلي دي دي چې په سیمه کې  ډیر زیات بمونه ځای په ځای کړي دي. برید کوونکي ویلي دي چې  لا زیات پولیس به ووژني. 

د پولیسو او برید کوونکي ترمنځه خبرې روانې دي خو تر اوسه پورې نتیجه نده ورکړې. برید کوونکی  مقامت ته دوام ورکوي. 


پيوندونه: #امریکا , #دالاس , #برید

اړوند خبرونه