د افغانانو لپاره ۴۰۰۰ ويزې

د امريكا د سنا مجلس د هغو افغانانو لپاره چې په هېواد كې د امريكايي سرتېرو سره يې يو ځاى كار كړى دى د ۴۰۰۰ نوو ويزو لپاره اجازه وركړې ده.

521377
د افغانانو لپاره ۴۰۰۰ ويزې

 

د امريكا د سنا مجلس د هغو افغانانو لپاره چې په هېواد كې د امريكايي سرتېرو سره يې يو ځاى كار كړى دى د ۴۰۰۰ نوو ويزو لپاره اجازه وركړې ده.

دا خبر تېره ورځ د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې لخوا خپور شوى دى. دا ويزې به هغو افغان ژباړونكو او يا هم نورو كاركوونكو ته وركړل شي چې د دوى سره يې كار كړى دى.

امريكايي سناتوران چې له دې بهيره ملاتړ كوي وايي چې هغه امريكايانو چې په افغانستان كې خدمت كړى دى د هغو افغان حاميانو له بركته ژوندي دي چې د دوى سره اوږه په اوږه كار كړى دى.

د افغان ژباړونكو لپاره د امريكا د ويزې د وكړې پروسه پخوا پيل شوې وه. پخوا د شاوخوا ۷۰۰۰ كسانو لپاره ويزه په نظر كې نيول شوې وه چې د اوباما ادارې له كانګرسه د ۴۰۰۰ زره نورو ويزو غوښتنه هم وكړه چې دا دى تصويب شوه.

ټاكل شوې ده چې دا ويزې به د روان ميلادي كال د دسمبر د مياشتې راهيسې وويشل شي.

په راتلونكو لسو كلونو كې به ددې ويزو لګښت شاوخوا ۴۴۶ ميليونه ډالره وي چې د امريكا د بوديجې لخوا به وركړل شي.

هغه افغانان چې د امريكايانو سره يې كار كړى دى او غواړي چې امريكا ته لاړ شي كولاى شي چې د اړوندو اسنادو د وړاندې كولو سره ددې پروسې نه ګټه پورته كړي.



اړوند خبرونه