په امریکا کې سیلاونو په سلګونو کورونه نړولي دي
په امریکا متحده ایالتونو کې سیلاونو لږ تر لږه ۲۳ تنه ووژل .
په امریکا متحده ایالتونو کې سیلاونو لږ تر لږه ۲۳ تنه ووژل .
د امریکا د ویرجینا په ایالت کې د شدیدو بارانونو په پایله کې د رواتلو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی .
د امریکا په لویدیځه ویرجینیا کې د ۷ ساعته شدید باران نه وروسته قوي سیلاونه رامنځته شوه.
د لویدیځې ویرجینیا والي ارل رای خبري رسنیو ته وویل چې سیلاونو په سیمه کې ستر فلاکت او زیانونه رامنځته کړي دي . هغه ویلي دي چې د نوموړو سیلاونو په پایله کې تر اوسه پورې ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او کیدای شي چې دا شمیره لوړه شي.
والي وویل چې سیمه په تیرو سلو کلونو کې تر ټولو د ستر طبعي ناورین شاهدي کوي. والي ویلي دي په ۴۴ ولسوالیو کې بیړنی حال اعلان کړی دی او ۱۵۰ تنه ملي محافطت سرتیري مرستو ته استول شوي دي.
په لویدیځې ویرجینیا کې د ریونس وود د سیمې د اطفایې د دفتر لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې په سیلابونو کې د لا درکه شوي ۸ کلن ماشوم مړی وموند.
د لویدیځې ویرجینیا چارواکیو ویلي دي چې د نوموړ سیلاونو له امله ډیری لارې او سړکان تخریب شوي دي، یو زیات شمیر کورونه نړیدلي دي او پلونه ویجاړ شوي دي.
د ډیری سیمو ارتباطي لارې ویجاړې شوي دي چې د همدې امله د مرستو رسولو او ژغورنې چارې هم د ستونزو سره مخامخ دي.
د بله پلوه د نوموړو سیلاونو له امله په سیمه کې د برښنا مزو ته هم کافي زیان اوښتی چې له امله يی څه باندې ۵۰۰ زره تنه د برښنا د نعمت نه محروم شوي دي.
یو زیات شمیر کورونه د اوبو لاندې شوي دي. نږدې ۵۰۰ تنو کسانو چې په لارو کې د سیلاونو ګیر کړي ول لویو مارکیټونو ته پناه وړې ده .
د سیمې د چارواکیو په وینا پدې سیلاونو کې څه باندې ۱۰۰ کورونه په کامله توګه نړیدلي دي.