د انګلستان د پارلمان نه د ټولپوښتنې د یو ځل بیا ترسره کولو غوښتنه وشوه

څه باندې یو میلیونو تنو  د ټولپوښتنې د تکراریدو په خاطر عریضه   لاسلیک کړې .

518125
د انګلستان د پارلمان نه د ټولپوښتنې د یو ځل بیا ترسره کولو غوښتنه وشوه

په انګلستان کې  څه باندې یو میلیون تنو  د اروپايي ټولنې نه د جلا کیدو اړوند  د ترسره شوې  ټولپوښتنې  د یو ځل بیا ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې  څه باندې یو میلیونو تنو  د ټولپوښتنې د تکراریدو په خاطر عریضه   لاسلیک کړې .

د انګلستان د قوانینو له مخې  پارلمان  د یوې مسلې په اړه د سل زرو لاسلیکونو د راټولیدو په صورت کې  اړ دی چې په هغې غور وکړي.

په انګلستان کې  د تیرې پنجشبې په ورځ  د ترسره شوې ټولپوښتنې د پایلو د اعلانیدو  نه وروسته  څه باندې یو میلیون تنو  د پارلمان په رسمي ویبپاڼه کې  د تولپوښتنې د تکراریدو په خاطر  عریضه   لاسلیک کړه.

د ویلو ده چې  د اروپا نه  د انګلستان  د جلا کیدو  پریکړې  د سیاسي او ټولنیزو جنجالونو سربیره جدي اقتصادي ستونزې هم  رامنځته کړي دي. د بیلګې په توګه  د انګلستان پولي واحد  د بهرنیو اسعارو پر وړاندې  خپل ارزښت د لاسه ورکړ.

همداشان  تیره ورځ د امریکا د اسهامو په بازار کې  د اسهامو بیه  ډیره  زیاته راټیټه شوه.

امریکايي د اسهامو د بازار د معلوماتو له مخې  تیره ورځ د امریکا د اسهامو بازار ۹۰۰ میلیارده ډالره  زیان  ولید.

په انګلستان کې  د پلازمینې لندن  په ګډون  ځینو برخو  ویلي دي چې نه غواړي د اروپايي ټولنې نه جلا شي.

په لندن کې د لومړي ځل لپاره د انګلستان نه د جلا کیدو په خاطر  سیاسي هلې ځلې پیل شوې.

سکاټلنډ  او شمالي ایرلنډ  ویلي دي چې دوی  د اروپا  یوه پارچه او نه غواړي چې ترینه  جلا شي. سکاټلنډ  حتا  یو ځل بیا  د انګلستان نه  د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په خاطر د ټولپوښتنې په تیاریو پیل کړی دی.



اړوند خبرونه