په چين كې د سپي د غوښې د خوړولو فيستيوال پيل شو!

په چين كې د يولين په ښار كې ` د سپي د غوښې د خوړولو فيستيوال`  د تېرې دوشنبې په ورځ  د حيواناتو د حقونو د ساتونكو د ټولو غبرګونونو سره سره پيل شو.

516731
په چين كې د سپي د غوښې د خوړولو فيستيوال پيل شو!

 

په چين كې د يولين په ښار كې ` د سپي د غوښې د خوړولو فيستيوال`  د تېرې دوشنبې په ورځ  د حيواناتو د حقونو د ساتونكو د ټولو غبرګونونو سره سره پيل شو.

پدې فيستيوال كې سپي په وهلو او يا سوځولو سره وژل كيږي  او بيا يې د پوستكي وړۍ سوځول كيږي چې د پدې ډول حيواناتو په جدي توګو ربړول كيږي. د فيستيوال جوړونكي باور لري چې پدې ډول د وژل شوو سپيو غوښه خوږه  او خوندوره وي.

د سږني كال د فيستيوال د مخنيوي په موخه د ټولې نړۍ نه د پيكن دولت ته ۱۱ ميليونه كسانو غوښتنليكونه وړاندې كړي ول چې د فيستيوال مخنيوى وكړي.

 د بله پلوه د يولين په ښار كې د فيستيوال جوړوونكو او عامو وګړو بيا پر فيسيتوال د احتمالي بنديز پر وړاندې لاريون وكړ. دوى وايي چې شاوخوا د ۲۰۰۰ كلونو راهيسې په عنعنوي ډول د سپيو غوښې خوري. دوى پدې باور دي چې د سپيو غوښه د انسان روغتيا ته ډېره ښه ده.

ويل كيږي چې په دې فيستيوال كې شاوخوا ۱۰ سپي وژل كيږي او غوښې يې خوړل كيږي چې ډيرى يې كوڅه ډب سپي دي او يا هم د كورونو نه غلا كيږي.

په چين كې هر كال د ۱۰ تر ۲۰ ميليونو پورې سپي د غوښې لپاره وژل كيږي. د بله پلوه په هېواد كې د لېونيو سپيو اړوند ناروغي هم ډېره زياته ده.



اړوند خبرونه