امريكايي وكيلان هم اعتصاب كوي.

د امريكا متحدو ايالتونو كې د ديموكرات ګوند سناتورانو په هېواد كې په انفرادي ډول د وسلې د ترلاسه كولو د شرايطو د سختولو په موخه د قانوني طرحې نه په ملاتړ اعتصاب وكړ.

516606
امريكايي وكيلان هم اعتصاب كوي.

 

د امريكا متحدو ايالتونو كې د ديموكرات ګوند سناتورانو په هېواد كې په انفرادي ډول د وسلې د ترلاسه كولو د شرايطو د سختولو په موخه د قانوني طرحې نه په ملاتړ اعتصاب وكړ.

ددې هېواد په ولسي جرګه كې په انفرادي ډول د وسلې د ترلاسه كولو د شرايطو د سختولو په موخه د قانون مسوده د جمهوري غوښتونكو د ګوند د استازو د مخالفت له امله رايې اچوونې ته وړاندې نشوه.

ددې پر وړاندې د ديموكرات ګوند ځينو وكيلانو د امريكا په وخت پرون د ۱۱ بجو راهيسې په پارلمان كې د ناستې اعتصاب پيل كړ چې د ۱۲ ساعتونو د تېرېدو سره سره اوس هم دوام لري.

په امريكا كې د يو قانون له مخې ددې هېواد هېوادوال كولاى شي چې پرته له خنډه له دوكانونو وسلې وپېري. هر كال سلګونه كسان د وسله والو په بريدونو كې وژل كيږي.

وروستۍ پېښه په اورلانډو كې د عمر متين لخوا پر يو نايټ كلب باندې د ۴۹ كسانو وژنه وه چې د اشخاصو لخوا د وسلې د ترلاسه كولو د شرايطو د سختولو په موخه د قانون مسوده پارلمان ته وړاندې شوه.

په امريكا كې د وسلو د توليد شركتونه د هېواد پر پارلمان باندې مستقيمه اغېزه لري. ددې امله د ديموكراتانو لخوا پر وسلو د بنديز غوښتنه د عملي كېدو لرې ده.



اړوند خبرونه