د اورلانډو برید ترهګریز  برید نه وو  بلکې  د غچ اخیستو  په خاطر  ترسره شوی  دی.

په امریکا متحده ایالتونو کې د اورلانډو په ښار کې  د یو تن افغان الاصله  امریکايي لخوا د همجنسبارانو په نایټ کلپ  د برید  اصلي  لامل  معلوم شو.

516301
د اورلانډو برید ترهګریز  برید نه وو  بلکې  د غچ اخیستو  په خاطر  ترسره شوی  دی.

په امریکا متحده ایالتونو کې د اورلانډو په ښار کې  د یو تن افغان الاصله  امریکايي لخوا د همجنسبارانو په نایټ کلپ  د برید  اصلي  لامل  معلوم شو.

دا برید  ترهګریز  برید نه وو  بلکې  د غچ اخیستو  په خاطر  ترسره شوی  دی.

دا  ادعا  د یو تن همجنسباز لخوا چې  ویلي دي  د عمر متین سره د همجنسبازۍ  نږدې  اړیکې  درلودلې  شوې ده .

تیره ورځ  د میګل په نامه  یو تن  د یو امریکايي تلویزیون سره په مرکه کې  وویل چې  عمر  متین  دا برید  د کومې تروریستي ډلې  لپاره  یا په لارښونه  ندې  ترسره کړې  بلکې  هغه  د غچ اخیستو په خاطر  ترسره کړې دی.

هغه  وویل چې  عمر متین  په اصل کې پخپله  همجنسباز وو  او د هغه  پارټنر  په ایدز  ناروغۍ  روږدی وو. عمر متین  ددې مسلې نه  د خبریدو نه وروسته  د غچ اخیستو  لپاره نسټوني  بډ وهل.

میګل په مرکه کې ویلي دي چې  اف بي ای  ته يي هم  ددې  ټوله کیسه  بیان کړې ده . هغه وویل که چیرې  څوک  د ترهګري  برید  او یا  په لسګونو او سلګونو تنو د وژلو  نیت ولري  د داسې  یو لوی ترهګري برید لپاره  دا ځای نه بلکې  یو لا لوی  نایټ کلپ او یا ډیسکوتیک  انتخابوي  چې  لا زیات کسان  پکې شتون ولري. عمر متین  دا برید  د کومې ترهګرې ډلې  لپاره  د کومې ترهګرې ډلې په لارښونه  ترسره کړې ندی  بلکې  هغه  د غچ اخیستو په خاطر  ترسره کړې دی.

میګل  په مرکه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا د عمر متین  پلار  او میرمن  پدې خبر ول  چې هغه همجنسباز  دی ؟ وویل ! په لوی  ګمان  چې  هو.

میګل  وویل چې  دوه میاشتې د متین  پارټنر وو  . هغه وویل چې  عمر متین  سل په سلو کې  همجنسباز وو.

هغه ویلي دي چې  درې ځلې  د اف بي ای لخوا څیړل شوی دی  او د عمر متین په اړه  په هر څه چې پوهیده  هغه يي ورسره شریک کړي دي.

هغه وویل کله چې  ددې برید نه  خبر شو  ټکان يي وخوړ ځکه چې متین  یو ډير ښه  سړی وو. هغه ویلي دي چې  عمر متین به تل  د اسلام په اړه هم  بحث کولو او ویل به يي چې  د اسلام دین  د مینې او ورورولۍ  دین  دی.

میګل  ویلي دي چې  عمر متین به تل ویل  چې غواړي د یو قهرمان په څیر  مړ شي. هغه د خپل پلار سره هم  ښې اړیکې نه درلودې.



اړوند خبرونه