تندر غورځیدو له امله ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ

په هندوستان کې  د رعد برق  یا تندر  د غورځیدو له امله  ۶۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی .

515743
تندر غورځیدو  له امله ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ

په هندوستان کې  د رعد برق  یا تندر  د غورځیدو له امله  ۶۷ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی .

د هندوستان د بیړنیو حالاتو ادارې  د معلوماتو له مخې  په نوموړي هیواد کې د موسمي بارانونو  په پایله کې د رامځته شوي  رعد برق  یا تندر غورځیدو له امله په تیرو دوو ورځو کې  لږ تر لږه  ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې په هندوستان کې  په ځانګړې توګه  د جون او اګست  د میاشتو ترمنځه  د رعد برق  پیښې رامنځته کیږي خو  داځل  د پخوا په پرتله  ډیرې زیاتې  او ځاني زیانونو کچه هم  لوړه ده .

هغه ویلي دي چې  د هیواد په ختیځ کې د بیهار په ایالت کې د تندر د غورځیدو له امله  ۴۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې د ټپیانو نه هم  د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی  او د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه شتون لري.

همداشان  د هیواد د اولتراپردیش په ایالت کې هم  ۲۰ تنو  د تندر د غورځیدو له امله  ژوند د لاسه ورکړی دی .

د یادولو وړ ده چې  په هندوستان کې  هر کال  په زرګونو تنه  د رعد برق  یا تندر غورځیدو په پیښو کې ژوند د لاسه ورکوي. د تندر د قربانیانو ډیری  بزګر  تشکیلوي.

په هندوستان کې  یواځې په ۲۰۱۴ کال کې  څه باندې ۲۵۰۰ تنو د تندر د غورځیدو په پیښو کې ژوند د لاسه ورکړی دی .



اړوند خبرونه