په امریکا کې په نایټ کلپ د برید کوونکي اړوند تازه جزیات خپاره شول

د یو لورې  خلک  وژل  او د بل لورې په فیسبوک کې کار کولو .

513355
په امریکا کې په نایټ کلپ د برید کوونکي  اړوند تازه جزیات خپاره شول

د یو لورې  خلک  وژل  او د بل لورې په فیسبوک کې   کار کولو .

د امریکا  متحده ایالتونو  اف بي ای  فدرال  ادارې ویلي دي چې  د اورلانډو د پیښې قاتل  عمر متین  د قتل عام پر مهال  په فیسبوک کې  هم کار کولو. هغه د یو لورې  په خلکو ډزې کولې  او د بل خوا يي د فیسبوک له لارې د خپلې میرمن  نور سلمان سره  خبرې کړي. سربیره  پر دې  عمر متین  د قتل عام پر مهال  په فیسبوک کې د یادې شوې پیښې د خپریدو یا نه خپریدو په اړه څیړنې کړي دي.

اف بي ای ویلي دي چې  هغه  لنډ پيغامونه يي   ترلاسه کړي  چې عمر متین د قتل عام پر مهال  د فیسبوک سربیره  د ټيلیفون له لارې خپلې میرمن ته استولي وو.

د سي ان ان  د خبر له مخې  عمر متین  د جون په ۱۲ مه نیټه  د ترسره کړي قتل عام نه  لنډه موده  وروسته  یعنې د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې خپلې میرمن  نور سلمان ته  لنډ پیغامونه استولي  او د پیښې په اړه يي ترینه پوښتنه کړې ده . هغه د خپلې میرمنې نه  د خبرونو په اړه هم  پوښتنه کړې چې ایا خبرونه يي لیدلي او که نه.

د عمر متین  میرمن  د هغه په ځواب کې  « راته ګران یي »  لیکلي دي  او څو ځلې ورته زنګ  وهلې خو عمر متین ځواب ندی ورکړی.

د بله پلوه اف بي ای ویلي دي چې  عمر متین  په نایټ کلپ  د برید پر مهال په فیسبوک کې هم  کار کړی دی. هغه په فیسبوک  پیښه په ټولنیزه مډیا کې د خپریدو یا نه خپریدو په اړه څیړنې کړي دي.

هغه  څو ځلې  د pules Orlando   کلمه  لیکلې  او څیړنه يی کړې.

عمر متین  په نایټ کلپ  د برید نه  مخکې  د ټولنیزې مډیا له لارې  ً امریکا  او روسیې په داعش  بمبارۍ  ودروئ ً  په مونږ د هوايي بریدونه  سره  بې ګناه ښځې  او ماشومان   وژنۍ . اوس  د داعش د غچ  خوند وڅکۍ  په څیر  پیغامونه  خپاره کړي دي.

همداشان  د امریکا  د اف بي ای  ادارې ویلي دي چې  عمر متین  په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې  د سعودي عربستان ته  سفر کړی دی .

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت هم منلې ده  چې  عمر متین  لومړی  د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې او دویم ځل بیا د ۲۰۱۲ کال د مارچ په میاشت کې  سعودي عربستان ته راغلی دی. د امریکا او سعودي  چارواکیو ویلي دي چې هغه  د عمرې حج مراسمو د پرځای کولو په موخه  سعودي ته  سفر کړی وو. سعودي عربستان هم  ددې خبرې پخلی کړی دی.

سعودي عربستان ویلي دي چې  هغه  د خپلو داړو  سفرونو په ترڅ کې  د کوم  تندلاري  سره  ندي لیدلي .همداشان نوموړي  یو ځل عربي متحده اماراتو هم  سفر کړی دی.

پداسې حال کې چې  د عمر متین  پخوانۍ میرمن ستاره یوسفي ویلي وو چې  عمر متین  دین ته  ډیر پابنده  نه وو خو عمرې حج ته د هغه سفر  ځیني پوښتنې پیدا کړي دي.



اړوند خبرونه