د متين عمر لخوا د عاموژنې په اړه نور جزييات!

متين عمر د امريكا د فلورېډا په ايالت كې د تېرې يكشنبې پر ورځ د همجنسبازانو پر نايټ كلب باندې د بريد پر مهال خپلې مېرمن سره ټيلفوني پيغامونه ليږلي ول.

513017

د امريكا د ان بي سي نيوز د معلوماتو په اساس د عاموژنې په شپه د ۲۹ كلن متين عمر مېرمن نور سلمان ترې په ټيلفوني پيغام كې پوښتنه كړې وه چې چېرې يې؟

د متين عمر كورنۍ ته نږدې سرچينو ويلي دي چې د شپې شاوخوا دوه بجې د نوموړي مور په تصادفي ډول  يې مېرمنې ته زنګ وهلى وو او د عمر پوښتنه يې ترې كړې وه. نور سلمان خپلې خواښې ته په ځواب كې بې خبري ښودلې او وروسته وارخطا شوې او عمر ته يې ټيلفوني پيغام ليږلى وو.

نور سلمان پوښتنه كړې وه چې چېرې يې؟

په داسې حال كې چې عمر په كلب كې د خلكو په وژنه بوخت وو، خپلې مېرمنې ته په ځواب كې وليكل چې:

آيا خبره يې چې څه كيږي؟

سلمان ورته د `نه` ځواب وركړ.چ

د متين عمر وروستى پيغام بيا `` تاسره مينه لرم زما ګرانې`` وو.   تر دې وروسته  يې مېرمن كوښښ وكړ چې د نوموړي سره خبرې وكړي خو ټيلفون ته يې چا ځواب نه ويلو.

نور سلمان ته شاوخوا ۴ بجې وويل شول چې مېړه يې په نايټ كلب كې عاموژنه كړې ده.

 د بله پلوه د امريكا د استخباراتو فدرالې ادارې اېف بي آى په وروستيو څرګندونو كې ويلي دي چې داسې هېڅ كوم دليل په لاس كې نه لري چې له مخې يې متين عمر د داعش د ترهګرې ډلې سره مستقيمې اړيكې ولري.

اړوند خبرونه