امریکا : د البغدادي د وژل کیدو پخلی کولی نشو
امریکا متحده ایالتونو ویلي چې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو بکر البغدادي د وژل کیدو اړوند غوڅ دلایل شتون نلري.
امریکا متحده ایالتونو ویلي چې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو بکر البغدادي د وژل کیدو اړوند غوڅ دلایل شتون نلري.
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویاند جیف داویس په خبري غونډه کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کیدو اړوند پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل داسې خبرونه خپاره شوي چې البغدادي د جون په ۱۲مه نیټه د سوریې د رقه په ښار کې د ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی . هغه وویل چې ددې ادعاګانو د ثابتولو په اړه تر اوسه غوڅ معلومات او دلایل شتون نلري.
هغه زیاته کړې ده چې تیره اوونۍ هم د هغه د ټپي کیدو اړوند خبرونه خپاره شول خو مونږ يي پخلی کولی نشو ځکه چې پدې اړه قوي اسناد او شواهد نلرو.
د یادولو وړ ده چې درې ورځې وړاندې د عراق یو تلویزیون په رقه کې د البغدادي د ټپي کیدو نه خبر ورکړی وو.
همداشان پرون بیا داعش ډلې ته نږدې یوې ویب پاڼې په هوايي برید کې د البغدادي د وژل کیدو خبر خپور کړ.
پنټاګون ویاند ویلي دي ددوی په اند البغدادي اوس هم ژوندی دی او روغ رمټ دی.