د محمد علي جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د سوک وهنې د نړۍوال افسانوي  اتل  محمد علي  جنازه  د امریکا متحده ایالتونو د کنټاکي  ایالت د لویزویل  په ښار کې  خاورو ته وسپارل شوه.

508674
د محمد علي جنازه  خاورو ته وسپارل شوه

د سوک وهنې د نړۍوال افسانوي  اتل  محمد علي  جنازه  د امریکا متحده ایالتونو د کنټاکي  ایالت د لویزویل  په ښار کې  خاورو ته وسپارل شوه.

د محمد علي  د جنازې  سره  د وداع  په مراسمو کې  په زرګونو تنو ګډون کړی وو. همداشان  د لویزویل  ښار  لسګونو زره تنه  د محمد علي د جنازې  د لیدولو په خاطر  لارو او سړکانو ته  راوتلي وو.

۷۴ کلن محمد علي  جنازه  د هغه  د وصیت سره سم  د اسلامي اصولو په مطابق  خاورو ته  وسپارل شوه.

د محمد علي  جنازه د لویزویل ښار د ګرانډ په سړک کې د هغه کور، د هغه کلپ چې  سوک وهنه يي پکې زده کړې وه، د هغه په نوم د جوړ شوي موزیم  او هغه په نوم  د جادې نه  تیره  او  کیف هیل  هدیره  ته  یوړل شوه.

د هدیره  دخولي  دروازه  په ګلانو  پوخل شوې وه. د محمد علي جنازه د کیف هیل په هدیره کې  یواځې  د هغه د کورنۍ  د غړیو په ګډون  خاورو ته وسپارل شوه.

د محمد علي د جنازې  او خاور ته  د سپارولو مراسم  د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو لخوا په ژوندۍ بڼه  خپاره شول.

همداشان  د امریکا ولسمشر باراک اوباما  د محمد علي  په اړه  ویدیويي پیغام  خپور کړ.

اوباما  پدې ویدیويي پیغام کې  د محمد علي نه د ژوند په هره برخه کې  د قهرمان  په توګه یادونه وکړه  او د هغه  کتاب  او سوک وهنې  د دستکشو  عسکونه يي هم  خپاره کړل  چې د محمد علي لخوا  ورته  په ډالۍ کې  ورکړل شوي وو.

د محمد علي د جنازې په مراسمو کې  د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو  او استازو هم ګډون کړی وو.



اړوند خبرونه