په فرانسه کې مظاهرو او اعتصابونو د ژوند په چارو بدې اغیزې کړي دي
فرانسه د مظاهرو او اعتصابونو تر سیورې لاندې د اروپا د فوټبال اتلولیو ایرو ۲۰۱۶ سیالیو ته تیاری نیسي. د ایرو ۲۰۱۶ د فوټبال د اتلولیو سیالۍ سبا د جون لسمه د جمعې په ورځ پیلیږي.
فرانسه د مظاهرو او اعتصابونو تر سیورې لاندې د اروپا د فوټبال اتلولیو ایرو ۲۰۱۶ سیالیو ته تیاری نیسي. د ایرو ۲۰۱۶ د فوټبال د اتلولیو سیالۍ سبا د جون لسمه د جمعې په ورځ پیلیږي.
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د کثافاتو د لمنځه وړو او راټولو د کارګرانو د اعتصاب له امله په هره سیمه کې د کثافاتو ډیري راټول شوي دي.
په پاریس کې هره ورځ ۲۰۰ د کثافاتو ځانګړې موټرې ۲ زره ټنه کثافات راټولوي او د لمنځه وړو په مرکز کې په انرژۍ بدلیږي.
همداشان د فرانسې د ریل ګاډو ډیری کارکوونکو هم په اعتصاب کې برخه اخیستې چې د همدې امله ټرانسپورت د ستونزو سره مخامخ دی.
په پاریس کې د ریل ګاډو د ادارې د کارکوونکو د اعتصاب له امله تر اوسه پورې یادې شوې ادارې ته ۳۰۰ میلیونه ایرو زیان اوښتی دی.
د فرانسې په څلورو خواوو کې کارګرانو د حکومت پر خلاف په مظاهرو ، لاریونونو او اعتصاب لاس پورې کړی دی .
قهرجنو مظاهره کوونکو پاریس ته د هغه ریل چې د ایرو ۲۰۱۶ د فوټبال د اتلولیو کپ پکې وړل کیده د سفر مخه ونیوله. پولیسو په مظاهره کوونکو سخته مداخله وکړه چې په پای کې کپ د شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې پولیسو ته تسلیم کړی شو.
همداشان د فرانسې پولیس بیا د مظاهره کوونکو پر وړانډې د شدت او سخت چلند له امله د نیوکو لاندې قرار لري.
د فرانسې د ملکي هوايي چلند شرکت ایر فرانس پیلوټانو ویلي دي چې د جون د ۱۱مې او ۱۴مو نیټو ترمنځه به په اعتصاب کې ګډون وکړي.
د فرانسې د ټرانسپورت وزیر د پیلوټانو ددې پریکړې نه د هیواد لپاره پدې حساس وخت کې د بې مسولیتې په توګه یادونه وکړه .
د بله پلوه په فرانسه کې د ایرو ۲۰۱۶ د فوټبال د اتلولیو د سیالیو پر مهال د احتمالي ترهګریزو بریدونو اندیښنې هم شتون لري.
د فوټبال د لوبغالو په شاوخوا سیمو کې پولیسو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي. خلک د کلکۍ پلټنې او تالاشۍ نه وروسته سیمې ته د تیریدو اجازه ترلاسه کوي. حکومت هم د امنیتي تدابیر په برخه کې هر ډول ګامونو پورته کولو نه ډډه نکوي.
د ایرو ۲۰۱۶ د اتلولیو سیالۍ د جون په لسمه نیټه پیلیږي او د جولای تر لسمې نیټې دوام کوي. دا سیالۍ د فرانسې په لسو ښارونو کې جوړیږی. د ایرو ۲۰۱۶ اتلولیو په چوکاټ کې به ټولټال ۵۱ سیالۍ ترسره شي.
تمه کیږي چې نږدې ۸ میلیونه د فوټبال مینه وال د ایرو ۲۰۱۶ د اتلولیو د سیالیو د نندارې په خاطر فرانسې ته لاړ شي.