د اسراییلو په پلازمینه تل ابیب کې په یو بازار کې وسله وال برید وشو

د اسراییلو په پلازمینه  تل ابیب کې د دفاع وزارت ترڅنګ  په یو بازار کې   د وسله وال برید له امله لږ تر لږه  ۴ تنه مړه  او ۸ تنه  نور ټپیان شول.

507024
د اسراییلو په پلازمینه تل ابیب کې په یو بازار کې وسله وال برید وشو
tel aviv, saldırı.jpg

د اسراییلو په پلازمینه  تل ابیب کې د دفاع وزارت ترڅنګ  په یو بازار کې   د وسله وال برید له امله لږ تر لږه  ۴ تنه مړه  او ۸ تنه  نور ټپیان شول.

د اسراییلو د پولیسو لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې دوو تنو برید کوونکو  د تل ابیب  په مرکز  د سارونا  په سیمه کې  په ملکي وګړو وسله وال برید وکړ. پولیسو ویلي دي چې په برید کې ۳ تنه مړه  او ګڼ شمیر کسان  ټپیان شول.

د ټپیانو نه  یو تن په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ چې د مړو شمیره ۴ تنو ته لوړه شوه.

په څرګندونو کې ویل شوي دي چې  برید کوونکو نه  یو تن    نیول شوی دی چې . نومړی د پولیسو لخوا ویشتل شوی  او سخت ټپي  دی. د اسراییلو پولیسو ویلي  دي چې  برید کوونکي  د لویدیځې تراړې په سویل کې د الخلیق د ښار  اوسیدونکي  د یوې کورنۍ  غړي  فلسطینیان  دي.

د بله پلوه  د اسراییلو د صدارت لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې  لومړي وزیر  نتنیاهو  د پیښې نه وروسته  د وزیرانو د شورا د بیړنۍ غونډې د جوړولو پریکړه وکړه.

د یادولو وړ ده چې  د تیر کال  د اکتوبر د میاشتې راهیسي  د اسراییلو لخوا  څه باندې  ۲۰۰ تنه فلسطینیان  وژل شوي دي . همداشان  پدې موده کې  د فلسطینیانو لخوا په اسراییلو د ترسره شوو بریدونو په پایله کې  ددې پیښې په ګډون  ۳۴ تنو اسرایلیانو ژوند د لاسه ورکړی دی .



اړوند خبرونه