د ناټو سازمان سیالي جوړوي

د ناټو  سازمان  په خپله رسمي  انټرنټ پاڼه کې  سیالي  جوړوي.

505663
د ناټو سازمان سیالي جوړوي

د ناټو  سازمان  په خپله رسمي  انټرنټ پاڼه کې  سیالي  جوړوي.

د سیالۍ ګټوونکي راتلونکي میاشت د پولنډ په پلازمینه  وارسا کې  جوړیدونکي  د ناټو د مشرانو سرمشریزه  د نږدې نه  ننداره کولی شي.

په سیالۍ کې د ګډون یواځنی  شرط  د ټولنیزې مډیا  د فیسبوک  یا  ټویټر  په پاڼو کې  د سلو تنو تعقیب کوونکو  یا ملګرو  درلودل  دي.

په سیالۍ کې ګډون کوونکي  باید   د وارسا  د سرمشریزې لپاره  جوړې شوې  ځانګړې پاڼې ته  داخل  او په پاڼه کې  لارښودونه  د نږدې نه  تعقیب کړي.

په سیالۍ کې د ګډون کوونکو نه  دوو تنو ته چې د نورو نه په پرتله  په چټکۍ سره  پوښتنې ځواب کړي  وارسا  د الوتکې ټکټ   او د پاتې کیدو په خاطر د هوټل  مصارفات  د ناټو د سازمان لخوا  په جایزه کې  ورکول کیږي.

د سیالۍ ګټوونکي  د پولنډ د پلازمینې وارسا  د لیدنې سربیره  د ناټو په سرمشریزه کې  ګډون کوونکو مشرانو د نږدې نه د لیدو  فرصت ترلاسه کوي.

پدې سیالۍ کې د ګډون هوډ لرونکې کولی شي چې  لا زیات معلومات  د ناټو سازمان د رسمي انټرنټ پاڼې نه  ترلاسه کړي.



اړوند خبرونه