په اروپا کې د اسلام فوبیا کچه مخ په لوړیدو ده

د پارلمان ښځینه  وکیله يي په مرګ ګواښلې وه ، د محکمې لخوا  په یو ایرو نقدې جزا محکوم شو.

501697
په اروپا کې  د  اسلام فوبیا کچه مخ په لوړیدو  ده

د بروکسل  د جزا محکمې  د نوموړي هیواد یو تن سوداګر  چې  د ټولنیزې مډیا له لارې  د بروکسل د پارلمان یواځنۍ  مسلمانه  او سرپټې  وکیله ماهې نور اوزدیمیر  په مرګ ګواښلې وه او نور کسان يی هم  د نوموړې مرګ ته  تشویق کړي وو  په ۶ میاشتو  حپس  او یو ایرو  نقدي  جزا  محکوم کړ.

د بروکسل محکمې  ویلي دي محکوم  به  د ۶ میاشتو  بند نه  یواځې  ۱۵ ورځې  په زندان کې تیري کړي. د راتلونکو پنځو کلونو په دننه کې یو ځل بیا  د ورته  جرم  د ترسره کولو په صورت کې به  پرې  پاتې جزا هم  تطبیق  شي.

د ویلو ده چې بلجیمي سوداګر  د فیسبوک  له لارې  په خپور کړي  یو پيغام کې  ماهې نور اوزدیمیر په مرګ ګواښلې وه  او ویلي  وو چې دا ښځه مو  ولې تر اوسه پورې نده وژلې. همداشان نوموړي  د پارلمان ښځینه وکیلې ته  سپکاوی هم  کړی وو.

د بلجیم د پارلمان  وکیلې  د نوموړو ګواښونو نه وروسته  د سوداګر پر خلاف د جزا په محکمه کې اقامه  د دعوا وکړه .

د بلجیم  د جزا محکمې  د نوموړې دعوا په اړه تیره ورځ  وروستۍ  پریکړه وکړه.

د بلجیم د پارلمان  وکیلې  اوزدیمیر  د محکمې د پریکړې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې  د کینې او نفرت نه  ډک ګواښونه  او سپکاوی  باید  پرته د جزا  پاتې نشي چې  د محکمې ننۍ پریکړې پدې اړه  ځانګړې اهمیت لري.

هغه وویل چې دا لومړی ځل دی چې  په بلجیم کې  یو تن  د ټولنیزې مډیا له لارې د کړو ګواښونو  او سپکاوي  له امله  محاکمه کیږي  او د خپلو اعمالو په سزا  رسول کیږي.

د پارلمان وکیلې اوزدیمیر وویل چې  د بلجیم  د جزا د محکمې  دا پریکړه  په اصل کې  په هیواد کې په حقوقو  د باور  په خاطر  هیلې راژوندۍ کړي دي. ددې پریکړې سره به ټول پدې پوه شي چې  دا ډول  جرایم  پرته د جزا نه پاتې کیږي. هغه وویل چې تمه کوي  چې  د محکمې دا پریکړه  د ټولنیزې مډیا له لارې  په خلکو د بریدونو کچه  راټیته شي.

د یادولو وړ ده چې  ماهې نور اوزدیمیر په بلجیم کې لومړنۍ مسلمانه میرمن ته چې پارلمان ته يي لار موندلې وه . همداشان  ماهې نور اوزدیمیر  د بلجیم  په پارلمان کې  د مستقلې وکیلې په توګه  دنده ترسره کوي.



اړوند خبرونه