په پاریس کې د کډوالو لپاره نوی کمپ جوړیږي
فرانسه په پاریس کې د کډوالو لپاره د نوي کمپ د جوړولو سره غواړي چې د کډوالو سره د ضد انساني چلند په برخه کې خپل عیبونه پټ کړي
د فرانسې د کالیه په ښار کې د کډوالو په کمپ کې د کډوالو سره د بد چلند له امله په نوموړي هیواد د سختو نیوکو نه وروسته په پاریس کې د نوي کمپ د جوړولو نه خبر ورکړ.
د یادولو وړ ده چې د فرانسې د کالیه په ښار کې لنډه موده وړاندې د کډوالو په کمپ کې د کډوالو ترمنځه د ډوډۍ پر سر په نښته کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . دې مسلې د نړۍ په مطبوعاتو کې پراخه انعکاس موندلی وو.
نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو سازمانونو د کډوالو سره د فرانسې د بد چلند له امله پدې هیواد سختې نیوکې کړې وې.
فرانسه غواړي چې د نوي کمپ سره په خپلو عیبونو پرده وغوړوي. د پاریس ښاروالې انه ایدالګو تیره ورځ خبري غونډې ته وویل چې د یوې میاشتې په دننه کې به په پاریس کې د ملګروملتونو د ستندردونو سره سم د کډوالۍ کمپ جوړ کړي.
هغې خبري غونډې ته وویل چې د ټولنیزې مډیا له لارې هم د ګډوالو نه د ملاتړ په خاطر یو کمپاین پیل کړی دی. هغه ویلي دي چې د یوې میاشتې په دننه کې به د پاریس په شمال کې د کډوالو کمپ جوړ کړي.
هغه ویلي دي چې د پاریس ښاروالي به په کډوالو سترګې پټې نکړي او پدې اړه د مسولیت احساس کوي.
هغه وویل پداسې حال کې چې مدیترانې سمندر د کډوالو لپاره په مزار بدل شوی دی مونږ نشو کولای چې پدې اړه سترګې پټې کړو. د کډوالو د اړتیاوو او ضروریاتو د رفع کولو په خاطر د ملکي او مدني تولنو او پولیسو سره په ګډه کار کوو.