د چین په سویلي سمندر کې د چین او امریکا ترمنځه ناندرۍ دوام لري
د چین د دفاع وزارت په امریکا متحده ایالتونو عسکري امنیت د خطر سره نه مخامخولو غږ کړی دی .
د چین د دفاع د وزارت ویاند یانګ یوجون په خبري غونډه کې د چین په سویلي سمندر کې د چین د دوو جنګي الوتکو لخوا د امریکا په کشفي الوتکې د تیري کولو ادعا په کامله توګه رد کړه او په امریکا يي غږ وکړ چې ددوی عسکري امنیت د ګواښ سره مخامخ نکړي.
یانګ وویل چې د چین جنګي الوتکو د دواړو هیوادونو ترمنځه د لاسلیک شوي تړون په چوکاټ کې د ټولو امنیتي قواعدو په نظر کې نیولو سره په امریکايي الوتکې مداخله کړې ده .
د چین د دفاع د وزارت ویاند ویلي دي چې امریکا د چین په سویلي سمندر کې ددوی اړوند په سیمه کې وخت نا وخته کشفي الوتنې کوي چې ددې الوتنو سره ددوی عسکري امنیت د خطر سره مخامخوي.
هغه وویل چې د چین او امریکا ترمنځه پدې اړه یو تړون هم شتون لري او امریکا لپاره تر ټولو ښه حل لاره د دا ډول منفي اقداماتو نه ډډه کول دي.
امریکا متحده ایالتونو تیره اوونۍ ویلي وو چې د چین جنګي الوتکو د ددوی په کشفي الوتکې تیری کړی دی. امریکا ویلي وو چې د چین جنګي الوتکې ددوی اړوند کشفي الوتکې ۱۵ مترۍ پورې رانږدې شوی وو او ددوې د الوتکې امنیت يي د ګواښ سره مخامخ کړی وو.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.