شیخ راشد الغنوشي یو ځل بیا د النهضه د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو

شیخ راشد الغنوشي یو ځل بیا په تونس کې  د النهضه د ګوند  د مشر په توګه وټاکل شو.

495948
شیخ راشد الغنوشي یو ځل بیا د النهضه د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو

شیخ راشد الغنوشي یو ځل بیا په تونس کې  د النهضه د ګوند  د مشر په توګه وټاکل شو.

په تونس کې  د النهضه ګوند  د مشرتابه  د ټاکلو په خاطر  تیره ورځ  ټاکنې وکړې. ټاکنې  د تونس په پلازمینه کې  رادیس د سپورت په سالون کې  ترسره شوې . د ټاکنو نه وروسته  د ګوند د عالي دیوان  ریس علي الارید د ټاکنو پایلې اعلان کړې.

نوموړي  وویل چې  شیخ راشد الغنوشي  پدې ټاکنو کې  یو ځل بیا د رایو په اکثریت سره  ټاکل شوی دی. هغه وویل چې  پدې ټاکنو کې  ښاغلي الغنوشي  ۸۰۰ رایې، د النهضه د ګوند د مشرۍ لپاره نوماندانو  فتحي الایاز  ۲۲۹ رایې  او محمد الاقروت  ۲۹ رایې  ترلاسه کړي دي.

د النهضه د ګوند کانګرې او ټاکنو بهیر چې  د تیرې جمعې په ورځ  پیل شوی وو نن   پایته ورسید.

د یادولو وړ ده چې  د النهضه  د ګوند د مشرۍ لپاره  د شیخ راشد الغنوشي سربیره  د تونس نامتو حقوقپوه  عبدالفتاح مورو، الحبیب ال لوض، عبدالمجید النجار، عبدالطیف المکي، عبدالحمید الجلاسي، فتحي الایاز او محمد الاقروت ځانونه  نوماند کړي وو.

په ټاکنو کې الغنوشي  د رایو په اکثریت سره  یو ځل بیا  د النهضه د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.



اړوند خبرونه