د مصر يوه الوتكه په هوا كې وركه شوې ده.
د مصر د هوايي كرښو اړوند يوه الوتكه چې له پاريسه د قاهرې پر لور روانه وه، په ترمينل د كنترول د برج د مسولينو سره يې اړيكې شلېدلي دي.
493830
د مصر د هوايي كرښو اړوند يوه الوتكه چې له پاريسه د قاهرې پر لور روانه وه، په ترمينل د كنترول د برج د مسولينو سره يې اړيكې شلېدلي دي.
ويل كيږي چې په الوتكه كې ۵۹ تنه سپرلۍ او ۱۰ تنه كار كوونكي سپاره ول. داسې اټكل كيږي چې الوتكه دې د مديترانې په سمندر كې لوېدلې وي.
د مصر د هوايي كرښو ۸۰۴ نمبر اېربس اې ۳۲۰ ډوله الوتكې پرون شپه په ځايي وخت په ۱۱ بجو او ۹ دقيقو له پاريسه د قاهرې پر لور الوتنه وكړه چې د مصر خاورې ته د ننوتلو نه ۱۶ كيلومتره وروسته نادركه شوه.
د الوتكې سره د اړيكو د شلېدلو نه وړاندې پيلوټ د هېڅ ډول خبر په اړه خبردارى هم نه وو وركړى.
تر اوسه پورې د پېښې په اړه څه نه دي ويل شوي.