د ناروې په لویدیځ کې چورلکې سقوط وکړ
د ناروې په لویديځ کې د بیرګن په ښار کې یوه چورلکه چې ۱۴ تنه پکې سپاره ول سمندر ته غورځیدلې ده.
480998

چورلکه په سیمه کې د نفتو د یو شرکت اړوند وه.
د ناروې د بیرګن د ښار د پولیسو ویاند ویلي دي چې د پیښې په ځای کې د چورلکې د سپرلۍ کومه نښه او نښانه نده موندل شوې ده .
عیني شاهدانو ویلي دي چې د یوې چاودنې د غږ د اوریدونکو نه وروسته د چورلکې ټوټې او پارچې ولیدې چې سمندر ته وغورځیدې. په سیمه کې د پلټنې چارې پیل شوي دي.
یو زیات شمیر د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي او د چورلکې د سپرلۍ په لټه کې دي.
د چورلکې د سپرلۍ د مرګ یا ژوندي پاتې کیدو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
اړوند خبرونه

د شیطاني آیات د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې خونړی برید وشو
د شیطاني آیت کتاب پر لیکوال سلمان رشدي برید کوونکی ونیول شو.

اوکراین د روسیې سره په روانه جګړه کې د روسیې ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړ
اوکراین اعلان کړې چې د دونیتڅک په باخموت سیمه کې د روسیې له پوځ سره نښتې زیاتې شوي دي.