اوباما په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو د وړاندیز نه ملاتړ اعلان کړ.
اوباما : ګمان نه کوو چې په لنډه موده کې د داعش ریښې وچې وشي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو د وړاندیز نه ملاتړ اعلان کړ.
اوباما د سوریې د روانې ستونزې په اړه وویل چې د ناټو په سازمان کې د خپل نږدې متفق او دوست هیواد ترکیې نه د تل د تماس په حال کې یو. د سوریې روانې کشالې ته د حل لارې د موندولو په موخه په دوامداره توګه د انقرې سره د تماس په حال کې یو.
هغه زیاته کړه چې سره ددې چې د عسکري پلوه ګرانه ښکاري خو بیا هم په سوریه کې د اوربند او سیاسي حل لارې په خاطر د باامنه سیمې د جوړولو نه ملاتړ کوي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د سعودي عربستان نه وروسته اروپا ته د خپل سفر په دویم تم ځای جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
هغه دا څرګندونې د مرکل سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه وویل چې پدې وروستیو ورځو کې په سوریه کې د اوربند نه وخت نا وخته سرغړونې کیږي. هغه د اوربند نه د سرغړونې په برخه کې د اسد په رژیم سختې نیوکې وکړې.
اوباما د ترکیې په وړاندېز په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو د مسلې په اړه د یو خبريال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ً د سوریې په خاوره کې د ملکي وګړو نه د دفاع په خاطر د اډیالوژیک پلوه د باامنه سیمې د جوړیدو سره کوم مخالفت نلرو. تر ننه پورې مو په کراتو مراتو د پنټاګون سره په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړولو په مسلې خبرې او مشورې کړي دي . دا هم باید ومنل شي چې دا مسله هم د عسکري پلوه ځیني ستونزې او مشکلات په مخکې لري. د نوموړې مسلې پر وړاندې د پام وړ احتمالي ستونزې شتون لري.
اوباما د یو تن بل خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې د جرمني لومړۍ وزیره میرمن مرکل هم په سوریه کې د باامنه سیمې د جوړیدو نه ملاتړ کوي داسې وویل ! په سوریه کې د اوربند او سیاسي حل لارې په چوکاټ کې د باامنې سیمې د جوړیدو نه امریکا هم ملاتړ کوي.
اوباما وویل چې په سوریه کې د روانه ستونزه او انساني تراژیدي د نږدې نه تعقیبوي او دې ستونزې ته د حل لارې د موندولو په خاطر د ناټو په سازمان کې د نږدې متفق هیواد ترکیې سره په دوامداره توګه د تماس په حال کې یو.
همداشان اوباما په انګلستان کې هم د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د سوریې د مسلې په اړه د بي بي سي سره مرکه کړې وه.
هغه د سوریې په اړه د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وو چې د سوریې حالت تر وروستۍ درجې پیچلي او دردونکي دي. هغه ددې خبرې په ټینګار سره ویلي وو چې د سوریې روانه د عسکري مداخلې سره د حل وړ نده .
د بله پلوه د امریکا ولسمشر باراک اوباما د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم د اعتراف په څیر څرګندونې وکړې.
اوباما وویل چې دده د ولسمشرۍ د دندې موده د نوامبر په میاشت کې پایته رسیږي خو ګمان کوي چې تر نوامبر میاشت پورې د داعش پر خلاف په روانه مبارزه کې یاده شوې ترهګره ډله له منځه لاړه نشي.
اوباما وویل چې د داعش پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې سوریې ته د ۲۵۰ تنو تازه دمو امریکايي سرتیرو د استولو پریکړه کړې ده. دا سرتیري به هم د داعش پر خلاف په مبارزې بوختو سرتیرو په روزنه کې ونډه واخلي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.