زلزلو له امله د مړو شمیره ۵۷۰ تنو ته لوړه شوه
پدې هیواد کې د زلزلو له امله ۵۷۰ تنه مړه او څه باندې زر تنه لا درکه دي

په ایکوادور کې د تیرو پنځو ورځو په دننه کې د رامنخته شوو پر له پسې زلزلو له امله لږ تر لږه ۵۷۰ تنو ژوند دلاسه ورکړی دی .
په ایکوادور کې د تیر خالي په ورځ د ریشتر په کچه د ۷ عشاریه ۸ په لویوالي سره د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته پرون یو ځل بیا د ۶ عشاریه یو په لیوالي سره زلزله رامنځته شوه. همداشان د پنځو ورځو په دننه کې د زلزلې ټکنانونه دوام لري.
په نوموړي هیواد کې په زلزلو کې تر اوسه پورې ۵۷۰ تنو مړي د خاور او ګټو لاندې نه راویستل شوي او څه باندې زر تنه اوس هم د خاور او ګټو لاندې بند پاتې دي. د ژغورنې چارې دوام لري . همداشان د هر ساعت په تیریدو سره د خاورو او ګټو لاندې د بندو پاتو کسانو د ژغورنې په خاطر هیلې د کمیدو په حال کې دي.
د بله پلوه د زلزلې ټکنانونو او د لارو او پلونو د نړیدو له امله د ژغورنې چارې د ستونزو سره مخامخ دي.
په ایکوادور کې پدې پنځو ورځو کې څه باندې ۵۵۰ د زلزلې ټکانونه رامنخته شوي دي . د زلزلو له امله څه باندې ۲۴ زره تنه بې کوره شوي او ۴ زره تنه ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د انګلستان، ایرلنډ،کاناډا، کولمبیا، کیوبا او پیرو په ګډون یو زیات شمیرهیوادونو ایکوادور ته بیړنۍ مرستې استولي دي. د بله پلوه د ملګرو ملتونو د ماشومانو سازمان یونسف ویلي دي چې په ایکوادور کې د رامنځته شوو زلزلو له امله څه باندې ۱۵۰ زره تنه ماشومانو اغیزمن شوي دي.
اړوند خبرونه

په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې له مخې د قرانکریم سوځول او پرې برید کول منع شي تصویب شوه
په ډنمارک کې د قانون هغه مسوده چې د سپېڅلو کتابونو سوځول او پرې برید کول منع کوي تصویب شوه.