په اروپا کې تر ټولو د ستر قتل عام په اړه سینمايي فلم جوړیږي

د دویمې نړۍوالې جګړې نه راپدیخوا په اروپا کې د ترسره شوي تر ټولو د ستر قتل عام په اړه سینمايي فلم جوړیږي.

472030
په اروپا کې تر ټولو د ستر قتل عام په اړه سینمايي فلم جوړیږي

د دویمې نړۍوالې جګړې نه راپدیخوا په اروپا کې د ترسره شوي تر ټولو د ستر قتل عام په اړه سینمايي فلم جوړیږي.

د ۱۹۹۵ کال د جولای میاشت

د ۱۹۹۵ کال د جولای په میاشت کې د ملګروملتونو لخوا د بې طرفه سیمې په توګه په اعلان شوې د بوسینا هرزوګوینا د سربرنیتسا په سیمه کې څه باندې ۹ زره تنه بوسنیايي مسلمانان د صربستان د پوځ لخوا د درندو وسلو سره په ډیره بې رحمانه توګه په قتل ورسول شول.

د ویلو ده چې د صربستان پوځ لومړی د ملګروملتونو په همکارۍ د بوسنیایانو نه وسلې راټولې کړې وې.

وروسته يي د سربرنیتسا په سیمه کې ستر قتل عام وکړ. صربستان پوځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ زره تنه بوسنیايي مسلمانان په قتل ورسول.

صربي ځواکونو نوموړي کسان وروسته په ټولیزو قبرونو کې خښ کړي وو.

د صربي ځواکونو لخوا په ډیره بې رحمۍ سره د وژل شوو مسلمانانو نه کورنیو په کلونو کلونو خبر ترلاسه نکړ. صربي ځواکونو دا ستر قتل عام د ملګروملتونو سازمان، اروپا ، نړۍوالې ټولنې او ټولې نړۍ د سترګو پر وړانډې ترسره کړ.

پداسې حال کې چې اروپا پدې ستر قتل عام سترګې پټوي د ترکیې یوې نامتو فلم جوړونکې فوندا ایان د نوموړي ستر قتل عام په اړه د ( وروستۍ پیړۍ ) په نامه سینمايي فلم جوړوي.

نوموړی فلم د بوسنیا هرزوګوینا په پلازمینه سارایو کې په ځانګړې غونډه کې معرفي شو.

پدې غونډه کې د خدیجه محمدویچ په نامه یوې میرمنې چې د سربرنیتسا په قتل عام کې خپل او خپلوان د لاسه ورکړي وو وویل چې دا فلم باید راتلوونکو نسلونو ته د عبرت سرچینه وګرځي.

هغه زیاته کړه چې صربي ظالمان په ماشومانو هم رحم ونکړ او ماشومان يي هم په قتل ورسول. ماشومانو د مرګ انتظار وویست. دا ستر قتل عام باید هیر نشي. دا ځکه چې میندې یو ځل بیا په ټولیزه قبرونو کې د اولادونو د بدن د پارچو لټولو ته مجبورې نشي. مونږ به هیڅوخت د لمسیانو خاوندان نشو. د لمسیانو مینه څه ددینه محروم شوي یو. پدې حقیقت باید هر سړی خبر شي او دا ستر قتل عام باید هیڅکله هم هیر نشي.

د فلم جوړونکې فوندا ایان وویل چې غواړي پدې فلم کې هم د سربرنیتسا ستر قتل عام او هم په اروپا کې د پرمختګ په خال کې د اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ مسلې ته ځای ورکړي.

هغه وویل پداسې یو حساس وخت کې چې په اروپا کې د کډوالو بحران روان دی غواړو چې په اروپا کې د اسلام فوبیا مسله ټولې نړۍ ته په ډاګه کړو. هغه وویل کله چې د نوموړي فلم سناریو ځینو سازمانونو ته واستوله نو په ځواب کې وویل چې په سناریو کې باید تغیرات راولئ. خو نه مونږ هیڅوخت دا کار نکوو.

تمه کیږي چې پدې فلم د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې په کار پيل وشي او په راتلونکي کال کې نندارې ته وړاندې شي.



اړوند خبرونه