په انقره کې د امریکا سفیر: هیواد يي د پې وای ډي ترهګرې ډلې سره د وسلو مرسته نکوي

په انقره کې د امریکا سفیر وویل چې هیواد يي په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې د څانګو سره د وسلو او مهماتو مرسته نکوي

466745
په انقره کې د امریکا سفیر: هیواد يي د پې وای ډي ترهګرې ډلې سره د وسلو مرسته نکوي

په ترکیه کې د امریکا متحده ایالتونو لوی سفیر جون باس وویل چې هیواد يي په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګې پي وای ډي او وای پي جي سره د وسلو او مهماتو مرسته نده کړې.

په انقره کې د امریکا سفیر چې د ډیپلوماسۍ د برخې د خبریالانو د ټولنې د غړیو پوښتنې ځوابولې وویل ، د پې وای ډي او وای پي جي په اړه د ترکیې د اندیښنو په برخه کې ډیر حساس دي. هغه د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو لپاره د ترهګرو کلمه ونه کاروله.

هغه وویل چې یو ځل بیا په پي کاکا ترهګرې ډلې د وسلو په مځکه د ایښودو او تاوتریخوالي د ختمولو غږ کوو.

هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د خپلو خلکو نه دفاع د ترکیې د حکومت مسلم حق دی.

هغه په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د روانې مبارزې په اړه وویل چې دم ګړۍ د داعش ترهګره ډله د موجودو سیمو نه د په شا کولو او د هیواد ختیځ سیمو ته د شړولو په خاطر، د منځلارو سوري مخالفینو سره د مرستو په څړنګتیا ، د ترکیې د حکومت او وسله والو ځواکونو سره په سلامشورو بوخت یو.



اړوند خبرونه